۰

امریکايي سناتوران د افغانستان په اړه د بایډن پرېکړې ارزوي

چهارشنبه ۲۷ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۵
 امریکايي سناتوران وايي، د افغانستان د وضعیت مسوولین د امریکايي چارواکي دي او دوی به د افغانستان په اړه له بایډن څخه پوښتي.
امریکايي سناتوران د افغانستان په اړه د بایډن پرېکړې ارزوي
 امریکايي سناتوران وايي، د افغانستان د وضعیت مسوولین د امریکايي چارواکي دي او دوی به د افغانستان په اړه له بایډن څخه پوښتي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېسیون مشر باب منندز په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې د افغانستان په اړه د بایډن پرېکړې او پالیسي په هر اړخیزه توګه څېړي.

سناتور منندز ټینګار وکړ، چې د افغانستان د وضعیت مسوولین د امریکا اوسني چارواکي دي، ځکه چې د امریکا حکومت په تېر ۲۰ کلن ماموریت کې تل خپلسره پرېکړې کړې او تګلارې یې جوړې کړې دي، چې د پوښتنې ګروېږنې وخت یې دی.

دغه امریکايي سناتور زیاتوي دوی هڅه کوي د بایډن تګلارې او د هغه پرېکړه په هر اړخیزه توګه وڅېړي او وروسته یې په اړه پرېکړه وکړي.

سناتورانو همدا راز په دې تړاو د استماعیه غونډې د جوړېدو خبره هم کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو لاس ته د کابل له لوېدو وروسته بایډن په یوه خبري کنفرانس کې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ایستلو پرېکړې څخه ننګه وکړه او ویې ویل، چې امریکا نور پردۍ جګړې مخ ته نه شي وړی.

بایډن پر افغان سیاسي مشرانو او امنیتي ځواکونو تور پورې کړ، چې د خپل هېواد د دفاع لپاره یې جګړه ونه کړه نو امریکا هم نور نه شي کولی، چې د بل چا جګړې مخ ته یوسي.


جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي