۰
اوچا:

د افغانستان په لوېدیځ کې د بې ځایه شویو کورنیو وضعیت ښه نه دی

پنجشنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۴
ملګرو ملتونو د افغانستان په لوېدیځ کې د بې ځایه شویو کورنیو په ځانګړي ډول د ماشومانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده.
د افغانستان په لوېدیځ کې د بې ځایه شویو کورنیو وضعیت ښه نه دی
ملګرو ملتونو د افغانستان په لوېدیځ کې د بې ځایه شویو کورنیو په ځانګړي ډول د ماشومانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې په دې زون کې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره جدي مرستو ته اړتیا ده.

اوچاپه یوې اعلامیې کې ویلي، په هرات کې د بې ‌ځایه شویو کورنیو په غیررسمي کمپونو کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

دغې ادارې د بې‌ځایه شوو ماشومانو کار کولو د هغوی ودولو او ترې ناوړې استفادې ته په په اشارې ویلي، چې په دې کمپونو کې د ماشومانو د ساتنې د مرستو زیاتولو ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د شمېرو په اساس، نږدې  ۸۵زره بې‌ځایه شوي وګړي، چې په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې د وچکالۍ له امله بې‌ځایه شوي دي، لا هم په هرات ولایت کې په اوو غیررسمي کمپونو کې ژوند کوي.

اوچا ویلي چې دغو کمپونو ته د مرستو رسولو لړۍ د روان کال په جون کې (شاوخوا څلور میاشتې مخکې) درول شوې ده، خو د دغې ادارې د اعلامیې پر اساس هغه کسان چې په دغو کمپونو کې ژوند کوي مرستو ته اړتیا لري.

اوچا د ژمي رارسېدلو او د هوا سړېدو ته په اشارې زیاته کړې، چې په دې کمپونو کې یو شمیر کورنۍ له سرپناه پرته ژوند کوي او اړتیا ده چې د هغوی د ستونزو د حل لپاره تلپاتې او بیړنۍ لارې چارې ولټول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي