په کابل کې د امریکا سفیر جان بس د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون له کارونو لیدنه کړې او ویلي یې دي، چې امریکا د ټاکنو کمېسیون له پرېکړو ملاتړ کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جان بس پرون دوشنبې د تلې ۲۲ مه د ټاکنو کمېسیون ته ورغلی و او د هغوی له کار څخه یې لیدنه وکړه.
نوموړي ویلي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون فعالیتونو متاثره کړی دی او په وینا یې دغه پروسه په خوار شفافه توګه پر مخ روانه ده.
د امریکا سفیر په یوه ټوېټ کې لیکلي، دوی هلیله لري، چې د خلکو رایو ته درناوی وشي او د هغو افغانانو حقوق تامین شي، چې په ډېرو سختو شرایزو کې یې په ټاکنو کې برخه واخیسته.
جان بس ټینګار کړی، چې یوازې بایومتریک رایې د شمېرنې وړ دي او د ټاکنو کمېسیون له دې پرې کړې ملاتړ کوي.
کابل کې د امریکا سفیر د ټاکنو کمېسیون څخه د لیدنې پر مهال رسنیو سره خبرو کې دا هم و ویل، چې د ټاکنو د پایلو ځنډ نه دی مهم بلکې، شفافیت مهم دی، تر چې د تېر په څېر ټاکنې جنجالي نه شي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې کابل کې یو شمېر نورو سفیرانو هم د ټاکنو کمېسیون له فعالیتونو لیدنه کړې او دغه کمېسیون یې په خپل کار کې ستایلی دی.
یوناما هم تېره ورځ ویلي و، چې دوی د ټاکنیزو کمېسیونونو ملاتړ کوي او د کمېسیونونو هغه پرېکړه ورته د منلو ده، چې یوازې بایومتریک رایې د منلو دي.
جمهورخبري آژانس:کابل