۰
کابل کې د امریکا سفیر:

په افغانستان کې فساد خپله افغانان له منځه وړی شي، نه نړیوال

یکشنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۲
په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفر جان باس وایي، په افغانستان کې د فساد پر وړاندې مبارزه او د فساد له منځه وړل خپله افغانان ښه کولی شي نه نړیوال.
په افغانستان کې فساد خپله افغانان له منځه وړی شي، نه نړیوال
په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفر جان باس وایي، په افغانستان کې د فساد پر وړاندې مبارزه او د فساد له منځه وړل خپله افغانان ښه کولی شي نه نړیوال.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جان باس چې نن یکشنبې د لیندۍ ۲۴ مه د فساد سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په لمانځ غونده کې خبرې کولې و ویل، چې لا هم په افغانستان کې پراخ فساد موجود دی.

نوموړي زیاته کړه، چې په افغانستان کې شته فساد په نړیواله کچه دغه هېواد بې باوری کړی دی او که چېرې د فساد پر وړاندې جدي مبارزه ونه شي، ښايي نړیوال هم مرستې کمې او بند کړي او د افغانستان پر ځای یې په نورو هېوادونو کې چې په دې برخه کې ژمن دي ولګوي.

هغه و ویل« همدا اوس هم مرستندویه هېوادونه د فساد د موجودیت له امله مرستې نه کوي او په دې باور دي چې مرستې او پیسې یې د څو خاصو کسانو جېبونو ته ځي.»

په کابل کې د امریکا سفیر په ټینګار سره زیاته کړه دا سمه ده،  چې له طالبانو سره سوله ښې پایلې لري خو په وینا یې تر سولې وروسته ښایي ډېر مرستندویه هېوادونه له افغانستان سره مرستې ونه کړي، نو افغانانو ته پکار ده، چې د خپل هېواد په خپلو پښو درېدو لپاره د فساد سره جدي مبارزه وکړي.

نوموړی وایي، فساد د افغانستان د پرمختګ په لار کې تر ټولو ستر خنډ دی چې د له منځه وړلو لپاره یې باید هر اړخیزه مبارزه او همغږي وشي.

جان باس و ویل، دا سمه ده، چې امریکا د فساد پر ضد مبارزه کې د افغانستان تر څنګ ولاړه ده، خو په خبره یې د فساد سره رښتینې مبارزه خپله افغانان کولی شي، چې باید ویې کړي او دا د نړیوالو کار نه دی.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي