۰
سیګار:

افغان حکومت فساد ضد پلانونو او پالیسو پلي کولو کې بریالی دی

چهارشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۶
د افغانستان پر بیا رغونې د امریکا د څار ځانګړې اداره یا سیګار وايي، افغان حکومت د فساد ضد پلانونو او پالیسیو په تطبیق کې بریالی دی.
افغان حکومت  فساد ضد پلانونو او پالیسو پلي کولو کې بریالی دی
د افغانستان پر بیا رغونې د امریکا د څار ځانګړې اداره یا سیګار وايي، افغان حکومت د فساد ضد پلانونو او پالیسیو په تطبیق کې بریالی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه ادارې سرمفتش جان سوپکو ویلي، سیګار د فساد پر وړاندې مبارزه کې د افغان حکومت له هڅو راضي دی.

نوموړي دغه څرګندونې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په لیدنه کې کړې دي.

د سیګار مشر وايي، افغان حکومت بریالی شوی چې د پام وړ اصلاحات راولي او په دولتي اداراتو کې د فساد په مخنیوي کې ګټور ګامونه پورته کړي.

نوموړي له ولسمشر غني سره په لیدنه کې هیله څرګنده کړې چې دغه لړۍ پراخه شي او د فساد رېښې د تل لپاره ختمې شي.

په ورته وخت کې ولسمشر غني هم په دې لیدنه کې ویلي، دوی د فساد پر وړاندې مبارزې ته ژمن دي او په دې برخه کې د نړیوالو همکاریو ته اړتیا لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي