۰
ولسي جرګه:

زبرځواکه هېوادونو د افغانستان د سولې پروسه په تجارت بدله کړې

شنبی ۴ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۱
ولسي جرګه وايي، د افغانستان په سوله کې ښکېلو په تېره بیا زبرځواکونو هېوادونو د افغانستان د سولې پروسه په یوه تجارت بدله کړې او خپلې ګټې په کې لټوي.
زبرځواکه هېوادونو د افغانستان د سولې پروسه په تجارت بدله کړې
ولسي جرګه وايي، د افغانستان په سوله کې ښکېلو په تېره بیا زبرځواکونو هېوادونو د افغانستان د سولې پروسه په یوه تجارت بدله کړې او خپلې ګټې په کې لټوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې غړي زیاتوي، ځینې هېوادونه د افغانانو له حضور پرته په بهر کې د افغانستان د برخلیک په اړه غونډې جوړوي او معاملې کوی، چې دا به هېڅ وخت افغانانو ته د منلو وړ نه وي.

د جرګې غړو دغه څرګندونې په مسکو کې د افغان سولې په تړاو څلور اړخیزه او دغه راز په چین کې جوړېدونکې غونډې ته چې وځندول شوه، په غبرګون کې وکړې.

د جرګې رییس میر رحمان رحماني دغه ناستو ته په اشارې و ویل، د افغانستان د سولې ښکېلې خواوې باید وپوهېږي، چې د افغانستان د خلکو له استازو پرته هر ډول هېڅ د افغانستان ولس ته نه یوازې د منلو نه دي، بلکې په ماتې محکومې دي.

نوموړي زیاته کړه، افغان حکومت هم په داسې موقف کې نه دی، چې د ولسي جرګې او افغان ولس له ګډون پرته د ولس استازتوب وکړی شي.

د ولسي جرګې پر ښکېلو هېوادونو غږ وکړ، چې د سولې پروسه کې نباید افغان ولس څنډې ته وي، او د افغانستان په برخلیک دوی معامله وکړي.

په ولسي جرګه کې د دایکنډي استازې ریحانه آزاد هم و ویل، چې د افغان ولس له سترو پټ د پردو تر شره د افغانستان په برخلیک هر ډول معامله افغان ولس ته د منلو نه ده.

هغې زیاته کړه«په خواشنۍ سره په افغان سوله کې ښکېل د سیمې او نړۍ ځینې زبرځواک هېوادونو د افغانستان د سولې پروسې څخه تجارت جوړ کړی، او دا ډېر د تاسف ځای دی.»

نوموړې و ویل، چې د جګړې اصلي قربانیان افغان ولس دی او باید د افغانستان په سوله کې د ښکېلو هېوادونو د خپل سریو مخنیوی په کلکه وشي.

د ولسي جرګې غړو دغه څرګندونې پر داسې مهال وکړې، چې پرون په مسکو کې د روسیې، چین، امریکا او پاکستان تر منځ په افغان سوله څلور اړخیزه ناسته وشوه.

دغه راز ټاکل شوې وه، چې د راتلونکې دوشنبې او سه شنبې په ورځو بېجنګ کې هم د افغان سولې په تړاو، د افغان حکومت، طالبانو، افغان سیاسیون، امریکا، چین، روسیې، پاکستان او ځينو نورو هېوادونو د استازو تر منځ غونډه وشي، خو د نامعلومه دلایلو له امله وځنډول شوه.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي