۰

د ولسي جرګې استازي دوه تابیعته نوماند وزیرانو ته رایه نه ورکوي

سی شنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۲
په ولسي جرګه کې د دوه تابیعته لرونکو وزیرانو موضوع یو ځل بیا ګرمه شوې او وکیلان ټينګار کوي، چې دوه تابعیته نوماند وزیرانو ته به باور رایه ورنه کړي.
د ولسي جرګې استازي دوه تابیعته نوماند وزیرانو ته رایه نه ورکوي
په ولسي جرګه کې د دوه تابیعته لرونکو وزیرانو موضوع یو ځل بیا ګرمه شوې او وکیلان ټينګار کوي، چې دوه تابعیته نوماند وزیرانو ته به باور رایه ورنه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې  په دغه جرګه کې د خلکو لسګونو استازو پر هغه متن لاسلیکونه کړي دي چې پکې راغلي، دوه تابیعته لرونکو نوماند وزیرانو ته به د اساسي قانون په رڼا کې د اعتماد رایې ورنه کړي.

په دغه لیک کې راغلي، په تېرو نولس کلونو کې په افغانستان کې تر ټولو جنجالي مسئله همدا د دوه تابعیته لرونکو وزیرانو او لویو رییسانو وه چې په افغانستان کې یې له خپل قانوني خوندیتابه څخه په ګټه اخیستنې فساد کړی او د خپل ماموریت تر پوره کېدو وروسته د افغانستان د مظلوم او بېچاره ولس له سرمایې سره بېرته له هېواده وتلي دي.

سرچینه وايي، همدا لامل دی چې د هېواد عدلي او قضایي ادارې محکمو ته د هغو کسانو په راستنولو نه دي بریالي شوي چې په پراخ فساد کې لاس لري.

د وکیلانو په خبره، دوی به هغو نوماند وزیرانو ته رایې ورکړي چې خپلې مورنۍ خاورې او هېوادوالو ته د خدمت په خاطر له دویم تابعیت څخه تېرېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي