۰

کابل کې موټر بم برید وشو، تر اوسه ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

چهارشنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۱۲
کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې موټر بم چاودنې شوې او له امله یې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کابل کې موټر بم برید وشو، تر اوسه ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې موټر بم چاودنې شوې او له امله یې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن چهارشنبې د لړم ۲۲ مه سهار شاوخوا ۸ بجې د کابل ښار د پنځلسمې حوزې اړوند د قصبې سیمې که قسیم د تېلو ټانګ ته نېږدې شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، لومړي معلومات ښيي، چې په دغه موټر بم برید کې تنه وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي، چې ټول ولسي وګړي دي.

ویل کېږي د چاودنې ځای ته نېږدې د کورنیو چارو وزارت د نشه يي پر ضد مبارزې معینت او ځینې نورې دولتي او غیر دولتی ودانۍ هم شتون لري.

په ورته وخت کې په دغه چاودنه کې د ولسي وګړو یو شمېر موټرونو او کورنو ته هم زیان رسېدلی او ښايي مرګ ژوبله هم په کې اوښتې وي.

تر اوسه پورې د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی او نه هم معلومه ده، چې ځانمرګی موټر بم و، که څنګه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي