۰

ولسي جرګې په انتخاباتي جنجالونو اندېښنه وښوده

دوشنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۵
ولسي جرګه وایي، انتخاباتي جنجالونه د دوی د جدي اندېښنې وړ دی او باید کمېسیونونه او ټاکنو کې ښکېل اړخونه د بحران رامنځ ته کېدو مخیوی وکړي.
ولسي جرګې په انتخاباتي جنجالونو اندېښنه وښوده
ولسي جرګه وایي، انتخاباتي جنجالونه د دوی د جدي اندېښنې وړ دی او باید کمېسیونونه او ټاکنو کې ښکېل اړخونه د بحران رامنځ ته کېدو مخیوی وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې رییس میررحمان رحماني د جرګې د نن دوشنبې لړم ۲۷ مې په غونډه کې و ویل، انتخاباتي جنجالونو ټول ولس سره اندېښنه پیدا کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې په دې برخه کې زیات مسوولیت د کمېسیون د غړو دی، چې باید د خپلو انتخاباتي شریکانو غوښتونو ته بې پروايي ونه کړي.

د هغه په وینا کمېسیون دې د ټاکنو تخنیکي مسایل له انتخاباتي اړخونو سره په همغږۍ حل کړي او دغه راز دې ښکېل لوري هم داسې دریځ ونیسي، چې په هېواد کې د بحران رامنځ ته کېدو مخه پرې ونیول شي.

په ورته کې د جرګې یو شمېر نورو غړو هم په ټاکنیزو جنجالونو اندېښنه وښوده او د ټاکنو پر کمېسیون یې ټینګار وکړ، چې د شفافیت او عدالت په پام کې نیولو سره ژر تر ژره د ټاکنو پایلې اعلان کړي.

د جرګې غړي مهدي راسخ دا هم و ویل، چې ټاکنو کمېسیون باید په شفافیت سره پایلې اعلان کړي او دغه راز په دې پروسه کې باید له امنیتي ځواکونو استفاده ونه شي، که نه په وینا یې ناورین به له همدې ځایه پیل شي.

په ولسي جرګه کې د هرات استازې ناهید فرید هم و ویل، ټاکنې د دیموکراسۍ اصل او دا اصل د کمېسیونونو په لاس کې دی، چې په خبره یې که خپل ماموریت په سمه توګه تر سره نه کړي، خلکو ته ځواب ویونکي دي.

په جرګه کې د هلمند استازی سید احمد سېلاب بیا و ویل، انتخاباتي پروسه یو څو تنو برمته کړې، چې وايي، یو میلیون جعلي رایې کارول شوې، خو نه وايي، چې د چا په ګټه کارول شوې دي.

ولسي جرګه پر داسې مهال د ټاکنو پر جنجالونو اندېښنه ښيي، چې کمېسیون د رای شمېرنې بهیر بیا پیل کړی خو ځینو انتخاباتي ټکټونو ورسره مخالفت ښودلی وايي، که دوام وکړي، د ټاکنو مشروعیت تر سوال لاندې راځي او پایلي نه مني.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي