۰
روسیه:

د افغانستان کنارو زموږ امنیت او وګړو ته ګواښ پېښ کړی

چهارشنبه ۶ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۷
روسیې ادعا کړې، چې په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت او قاچاق د دوی امنیت او وګړو ته جدي ګواښ پېښ کړی دی.
د افغانستان کنارو زموږ امنیت او وګړو ته ګواښ پېښ کړی
روسیې ادعا کړې، چې په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت او قاچاق د دوی امنیت او وګړو ته جدي ګواښ پېښ کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي د مخدره توکو تولید او قاچاق په نړۍ کې د ترهګرۍ د ودې او تغذیې لپاره ډېره ګټه کړې ده.

په خبرپاڼه کې د دغه وزارت د مرستیال سرګیریابکوف له قوله ویل شوي، چې په افغانستان کې تولیدېدونکو نشه يي توکو د روسیې ملي امنیت ته سختې ستونزې راولاړې کړې او د سلګونه زره کسانو ژوند ته یې خطر جوړ کړی دی.

نوموړی ټینګار کوي چې د مخدره توکو د کاروبار له کبله په افغانستان کې ترهګري مخ په ودې روانه ده او لمن یې د منځنۍ اسیا پر لور پراخېدونکې ده.

روسیه دا ادعا پر داسې مهال کوي، چې افغان حکومت په وار وار له خپلو ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې د نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې.

افغان حکومت وايي، دوی تر ډېره سږ کال د نشه يي توکو د کرکیلې او قاچاق مخینوی کړی، خو په وینا یې د نشه يي توکو سره مبارزه ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې سیاسي شنوونکي هم په افغانستان کې د نشه يي توکو د کرکیلې او قاچاق د زیاتېدو یو لامل په بهر کې د نشه يي توکو د تقضا زیاتوالی او دغه راز د ګاونډیو، سیمې او د نړۍ د هېوادونو نه صادقانه همکارۍ بولي.

د دوی په وینا که چېرته په بهر کې د افغانستان د نشه يي توکو تقضا راکمه کړای شي، خپله به په دغه هېواد کې د یادو توکو کرکیله او قاچاق کم شي.

سیاسي شنونکي مني، چې په افغانستان کې د نشه يي توکو کر کیله او تولید زیات دی، خو په وینا یې د دغه توګو میلیاردونه ګټه بهرنیو قاچاق وړونکو او جرمي شبکو ته رسېږي او کمه ګټه یې افغان ګرونده ګرو ته.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي