۰
روسیه:

موږ له ترهګرۍ او نشه يي توکو پاک باثباته افغانستان غواړو

چهارشنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۴
روسیه وايي، د افغان سولې د بهیر ملاتړ دي او مسکو یو سوله ییز، پر ځان بسیا، له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره تړلو جرمونو څخه پاک افغانستان غواړي.
موږ له ترهګرۍ او نشه يي توکو پاک باثباته افغانستان غواړو
روسیه وايي، د افغان سولې د بهیر ملاتړ دي او مسکو یو سوله ییز، پر ځان بسیا، له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره تړلو جرمونو څخه پاک افغانستان غواړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروا کړې، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پر ویب سایټ خبرې شوې دي.

نوموړې مسکو کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکي کنفرانس په اړه ویلي، د دې غونډې موخه دوحه کې د بین الافغاني خبرو پر پیاوړتیا، تاوتریخوالي په کمولو او د وسله والو شخړو د خمتولو په اړه بحث کول دي.

مېرمن زاخاروا په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ټینګار یې کړی، چې مسکو غواړي افغانستان یو سوله ییز په ځان بسیا او له ترورېزم او نشه یي موادو سره د تړلو جرمونو څخه یو پاک هېواد وي.

ټاکل شوې، چې روسیه د روانې کب میاشتې په ۲۸ مه نېټه مسکو کې د افغان سولې په تړاو یوه غونده جوړه کړي.

دغه غونډې ته، د افغان حکومت، ملي روغې جوړې عالي شورا، طالبانو، امریکا او د یو شمېر نورو هېوادونو استازو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د افغان حکومت او ملي روغې جوړې عالي شورا دواړو څخه غوښتل شوي، چې په دې غونده کې ګډون وکړي.

دی وايي، د غونډې کوربه به د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وي او د قطر هېواد به هم د یوه مېلمه هېواد په توګه په کې حضور ولري.

کابلوف ټینګار کړي، چې د غونډې موخه په افغانستان کې د سولې پر لارو چارو بحث کول دي او دا چې افغان دولت او طالبان به مخامخ خبرې وکړي که نه دا پرېکړه په افغانانو پورې اړه لري.

روسیه دا غونډه پر داسې مهال جوروي، چې امریکا هم پتیلې، د روسیې، چین، ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو هېوادونو په ګډون ترکیه کې د افغان سولې په تړاو یوه نړیواله غونډه جوړه کړي.

په همدې اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلیکن ولسمشر غني او عبدالله ته هم یو لیک کې ټینګار کړي، چې د سولې پروسه کې باید د ملګرو ملتونو ونده زیات او د افغان سولې بهیر باید ګړندی کړای شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي