۰
روسیه:

تمه ده د افغان ټاکنو د پایلو اعلان پر سوله منفي اغېز ونه کړي

پنجشنبه ۱ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۵
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، تمه ده، چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو اعلان په دغه هېواد کې د سولې پر روانو هڅو منفي اغېز ونه کړي.
تمه ده د افغان ټاکنو د پایلو اعلان پر سوله منفي اغېز ونه کړي
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، تمه ده، چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو اعلان په دغه هېواد کې د سولې پر روانو هڅو منفي اغېز ونه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لاروف دغه څرګندونې د افغانستان د ولسي جرګې د رییس میررحمان رحماني او ورسره پلاوي سره په لیدنه کې کړې دي.

لاوروف چې پرون یې مسکور کې له رحمانی سره لیدلي وي، چې دوی د افغان سولې په اړه په دې وروستیو کې یو وار بیا جدي او ډېره بریده له خوشبینۍ ډک معلومات ترلاسه کړي دي.

لاوروف تمه ښودلې، چې بین‌الافغاني خبرې پیل شي او هغه ټولې مهمې مسئلې به په پام کې ونیول شي چې روسیه ‌یې د ملاتړ لپاره تیاره ده.

د روسیې د دولتي خبري اژانس انترفکس د لاوروف له قوله ویلي، په افغانستان کې د وضعیت له نورمال کېدو سره به ‌یې حکومت د هغو پروژو چې د پخواني شوروي په وخت کې جوړې شوې وې، د بیارغونې له لارې همکاري جاري وساتي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي