۰
د ټرمپ د سفر او طالبانو له غبرګون وروسته د ولسي جرګې غبرګون:

دا د منلو نه ده، چې طالبان له امریکا سره اوربند کوي، خو افغان وژنې ته به ادامه ورکوي

شنبی ۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۸
ولسي جرګې افغانستان ته د ټرمپ سفر، څرګندونو او وروسته د طالبانو غبرګون ته په غبرګون کې ویلي، چې له امریکا سره د طالبانو معامله د منلو نه ده.
دا د منلو نه ده، چې طالبان له امریکا سره اوربند کوي، خو افغان وژنې ته به ادامه ورکوي
ولسي جرګې افغانستان ته د ټرمپ سفر، څرګندونو او وروسته د طالبانو غبرګون ته په غبرګون کې ویلي، چې له امریکا سره د طالبانو معامله د منلو نه ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې رییس میررحمان رحماني د نن شنبې لیندۍ ۹ مې په غونډه کې و ویل، چې کابل ته د ټرمپ سفر دوه پیغامه درلود، چې یو د سولې د بین الاافغاني خبرو پیل او بل اوربند وو.

نوموړي پر افغان حکومت غږ وکړ، چې د بین الاافغاني خبرو لپاره چمتوالی ولري او د سولې په خبرو کې اوربند لومړۍ شرط کېږدي.

هغه و ویل، چې ولسي جرګه د سولې لپاره د هرې هڅې ملاتړ کوي، خو د ټرمپ تر څرګندونو وروسته د طالبانو دریځ ته په غبرګون کې یې زیاته کړه«د افغانستان خلکو ته دا مساله د منلو نه ده، چې طالبان دې له امریکا سره معامله وکړي، ولې د افغانستان د خلکو وژنې ته دوام ورکوي.»

ټرمپ د تېرې پنشنبې په شپه په ناڅاپي سفر کابل ته راغی، د بګرام پوځي اډه کې یې له خپلو سرتېرو او ولسمشر غني سره لیدنه کې و ویل، چې طالبان سولې ته چمتو دي او امریکا هم غواړي چې سوله وکړي.

ټرمپ او غني دواړو ټینګار وکړ، چې که طالبان په رښتیا افغانستان کې سوله غواړي، نو باید لومړی اوربند اعلان کړي او تاوتریخوالی کم کړي.

خو د ټرمپ څرګندونو ته طالب سرچینو په غبرګون کې ویلي، چې د هغه څرګندونې له وخته وړاندې دي او تر چې امریکا د مخکنیو مذاکراتو مصوبې لاسلیک نه کړی، اوربند نه کوي.

طالب سرچینې ویلي، که امریکا د پخوانیو مذاکراتو مصوبې لاسلیک کړي، نو دوی به هم له امریکا سره اوربند اعلان کړي، خو په وینا یې له افغان ځواکونو سره به اوربند د افغان حکومت سره مخامخ خبرو وروسته کوي.

پخواني طالب چارواکي مولوي قلم الدین هم جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې طالبان غواړي په دوه مرحلو کې اوربند وکړي، یو له امریکا او بل له افغان ځواکونو سره.

د ده په وینا یې له امریکا سره به اوربند هله کېږي، چې امریکا د مخکنیو خبرو مصوبې لاسلیک کړي او له افغان ځواکونو سره به اوربند هله کېږي، چې طالبان او حکومت په بین الاافغاني خبرو کې یوې موافقې ته ورسېږي.

خو ولسي جرګه وایي، د افغانستان خلکو ته دا د منلو نه ده، چې طالبان دې له امریکا سره معامله او اوربند وکړي، خو له افغان ځواکونو سره یې نه کوي.

د ولسي جرګې په باور د سولې په خبرو کې که کومه معامله یا اوربند کېږي، هغه باید له افغان حکومت او افغان ځواکونو سره هم وي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي