۰

خلیلزاد: د افغان ځواکونو عملیاتو داعش ډله له منځه وړې

چهارشنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۶
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم تایید کړې، چې د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې داعش ډله په افغانستان کې ماته شوې ده.
خلیلزاد: د افغان ځواکونو عملیاتو داعش ډله له منځه وړې
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم تایید کړې، چې د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې داعش ډله په افغانستان کې ماته شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد په تازه څرګندونو کې ویلي، افغان او ناټو ځواکونو د داعش پر وړاندې مهم پرمختګونه کړي او دغه ډله یې سخته ځپلې ده.

خلیلزاد زیاته کړې، داعش په ختیځو ولایتونو په تېره بیا په ننګرهار ولایت کې سخته ځپل شوې، کمزورې او مهم مرکزونه یې له منځه وړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د بهرنیو چارو وزارت هم تایید کړې وه، چې افغان ځواکونو د داعش ضد عملیاتو کې رښتیا پرمختګ کړی دی.

ټرمپ چې کابل ته راغلی و زیاته کړې وه، چې افغان او امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې داعش ډله له منځه وړل شوې او دا یو مهم پرمختګ دی.

باید و ویل شي، چې افغان ځواکونو له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې په ننګرهار په ځانګړي ډول د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې عملیات پیل کړي دي.

سیمه ییز او د دفاع وزارت چارواکي وايي، د افغان ځواکونو په دغه عملیاتو کې کابو زر تنه داعشیان له خپلو ښځو او ماشومانو سره افغان ځواکونو ته تسلم شوي او لسګونه نورو جنګیالیو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، دوی په اچین کې د داعش مهم مرکزونه له منځه وړي او دغه ډله سخته ځپل شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي