۰

تېره اوونۍ شاوخوا ۱۲ زره کډوال هېواد ته را ستانه شوي

شنبی ۱۶ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۵
د کډوالو نړیواله اداره وايي، په تېره یوه اوونۍ کې کابو ۱۲ زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
تېره اوونۍ شاوخوا ۱۲ زره کډوال هېواد ته را ستانه شوي
د کډوالو نړیواله اداره وايي، په تېره یوه اوونۍ کې کابو ۱۲ زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له ایران ۱۱۵۵۴ او له پاکستان څخه ۲۳۳ افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي.

سرچینه زیاتوي، چې دغه کډوال له تېرې یکشنبې  ورځې راهیسې خپل هېواد ته راغلي، چې ۷۰۱ تنه یې په جبري توګه را ایستل شوي دي.

خبرپاڼه وايي، په دغه شمېر کډوالو کې ۶۳۹۱ تنه له ایران څخه او ۱۰ تنه له پاکستان څخه په جبري توګه او نور پاتې یې په خپله خوښه هېواد ته راغلي دي.

په ورته وخت کې خبرپاڼه وايي، په ټول کې د روان کال له پیله له ۴۶۰ زرو زیات افغانان له ایران او له ۱۸ زرو زیات له پاکستان څخه هېواد ته ستانه شوي.

د کډوالو نړیواله اداري وايي، له دې ډلې څخه ۱۹۳ زره افغانان له ایران او له ۲۵۵۰ زیات نور له پاکستان څخه په جبري ډول ایستل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي