۰

د حکمتیار په مشرۍ حزب دوه ټوټې شو، ګڼ مهم کسان یې تر جلا شوي

سی شنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۱
راپورونه وايي، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب کې یو بل انشعاف راغلی او د دغه ګوند ګڼو مهمو کسانو له حکمتیار څخه لار بېله کړې ده.
د حکمتیار په مشرۍ حزب دوه ټوټې شو، ګڼ مهم کسان یې تر جلا شوي
راپورونه
هغه ۵۰ مهم کسان چې ویل کېږي له حکمتیار څخه یې لار بېله کړې د ولسمشر سلاکار او له دولت سره د حکمتیار د سولې په خبرو کې د حکمتیار مخکښ استازی محمد امین کریم، په ولسي جرګه کې د کابل استازی الله ګل مجاهد، د عبیدالله بارکزي زوی ډاکتر بارکزی، په بغلان کې د حزب قوماندان میرویس، د ولسي جرګې د تېرې دورې رييس عبدالروف ابراهیمي، د سمنګان والي امر لطیف ابراهیمي، وحیدالله سباوون، قاضي محمد امین وقاد، مولوي سرفراز، د لغمان مشاور واحدي، د اروزګان والي حاجي اسدالله سعید، د میدان وردک والي مظفرالدین یمین، د لغمان والي اصف ننګ، د تخار قوماندان قانت بشیر، د وردک د ولایتي شورا رييس انجیر سیدالرحیم ستار، د میدانښار قوماندان ډاکتر عزت الله نوري، د کندهار قوماندان حاجي سرکاتب، په ولسي جرګه کې د زابل وکیل حمیدالله توخی، د کونړ استازی ضیاالرحمن کشمیرخان، قدیر کریاب، وزیر اکبر بارکزی، د حکمتیار د اسلامي حزب د دارلانشا رييس مولوي جان محمد، د حزب د اجراییه شورا غړی فیضان الله فیضان، د هلمند قوماندان ذاکر، په ولسي جرګه کې د کابل استازی حاجي خان محمد وردک، په ولسي جرګه کې د بغلان استازی شهباز، د نورستان استازی اسماعیل عتیکان، د خوست استازی ډاکتر خاورین، د پکتیکا استازی خالد اسد، د بلخ استازی ګل رحمان همدرد، جمال الدین حکمتیار، زمان مزمل، د خوست ډاکتر احمد خندان، د لوګر عمومي قوماندان حاجي احسان الله، د لشکرایثار قوماندان ابوبکر، په ولسي جرګه کې د بدخشان استازی خردمند، د ولسمشر ځانګړی استازی حاجي الماس زاهد، په ولسي جرګه کې د کاپیسا استازی حاجي اقبال صافی، د لغمان استازی انجنیر قرار، د ننګرهار استازی انجنیرغفار او د لوګر قوماندان حاجي حیات ازره وال د حزب اسلامي هغه مخکښ کسان دي چې له حکمتیار څخه بېل شوي دي.
وايي، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب کې یو بل انشعاف راغلی او د دغه ګوند ګڼو مهمو کسانو له حکمتیار څخه لار بېله کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي د دغه نوې جلا شوې ډلې مشرۍ غلام فاروق وردګ او جمعه خان همدرد کوي او ګڼ نور مهم حزبیان هم ورسره دي.

راپورنه زیاتوي، د دغو کسانو په منځ کې یو شمېر دولتي چارواکي، د ولسي جرګې غړي او همداراز د هارون زرغون په شان کسان هم شامل دي چې له جګړې څخه د حکمتیار تر لاس اخیستو پورې د ده ویاند و.

هغه ۵۰ مهم کسان چې ویل کېږي له حکمتیار څخه یې لار بېله کړې د ولسمشر سلاکار او له دولت سره د حکمتیار د سولې په خبرو کې د حکمتیار مخکښ استازی محمد امین کریم، په ولسي جرګه کې د کابل استازی الله ګل مجاهد، د عبیدالله بارکزي زوی ډاکتر بارکزی، په بغلان کې د حزب قوماندان میرویس، د ولسي جرګې د تېرې دورې رييس عبدالروف ابراهیمي، د سمنګان والي امر لطیف ابراهیمي، وحیدالله سباوون، قاضي محمد امین وقاد، مولوي سرفراز، د لغمان مشاور واحدي، د اروزګان والي حاجي اسدالله سعید، د میدان وردک والي مظفرالدین یمین، د لغمان والي اصف ننګ، د تخار قوماندان قانت بشیر، د وردک د ولایتي شورا رييس انجیر سیدالرحیم ستار، د میدانښار قوماندان ډاکتر عزت الله نوري، د کندهار قوماندان حاجي سرکاتب، په ولسي جرګه کې د زابل وکیل حمیدالله توخی، د کونړ استازی ضیاالرحمن کشمیرخان، قدیر کریاب، وزیر اکبر بارکزی، د حکمتیار د اسلامي حزب د دارلانشا رييس مولوي جان محمد، د حزب د اجراییه شورا غړی فیضان الله فیضان، د هلمند قوماندان ذاکر، په ولسي جرګه کې د کابل استازی حاجي خان محمد وردک، په ولسي جرګه کې د بغلان استازی شهباز، د نورستان استازی اسماعیل عتیکان، د خوست استازی ډاکتر خاورین، د پکتیکا استازی خالد اسد، د بلخ استازی ګل رحمان همدرد، جمال الدین حکمتیار، زمان مزمل، د خوست ډاکتر احمد خندان، د لوګر عمومي قوماندان حاجي احسان الله، د لشکرایثار قوماندان ابوبکر، په ولسي جرګه کې د بدخشان استازی خردمند، د ولسمشر ځانګړی استازی حاجي الماس زاهد، په ولسي جرګه کې د کاپیسا استازی حاجي اقبال صافی، د لغمان استازی انجنیر قرار، د ننګرهار استازی انجنیرغفار او د لوګر قوماندان حاجي حیات ازره وال د حزب اسلامي هغه مخکښ کسان دي چې له حکمتیار څخه بېل شوي دي.

قاضي محمد امین وقاد چې د سولې عالي شورا غړی او د اسلامي حزب یو له مهمو کسان دی هم تایید کړې، چې دی هم له هغو کابو ۵۰ کسانو څخه دی، چې له حزب یې لار جلا کړې ده.

نوموړي له آزادۍ رادیو سره خبرو کې تایید کړې او ویلي یې دي«د پنځوسو په حدودو کې افغانستان شموله کسان دي چې حزبي سوابق لري، په جهاد کې پاته شوي، سولې ته یې کار کړی، په خپلو سیمو کې مطرح او د خلکو ملاتړ لري، دوی له ډیر انتظار وروسته چې بې برخلیک پاته شوي و او د حکمتیار سره یې اړیکې نه وې، دروازې ورباندي بندې وې، بلاخره مو پریکړه وکړه چې د فعلا لپاره د اتحاد شوراهای حزب اسلامي ترنامه لاندې یو مؤقت جریان پیل کړو.»

قاضي محمد امین وقاد زیاته کړې، چې د دې موقت جریان د کړنلارې او مشرتابه په اړه یې پلاوی ټاکلی او راتلونکې اونۍ به یې اعلان کړې.

د هغه په وینا دا د کوم شخص پر وړاندې منفي حرکت نه بلکې یو داسې پروګرام دی، چې په افغانستان کې د خپلو خدماتو او فعالیتونو، له ملت سره د خواخوږۍ ښودلو او فرصت لاسته راوړنې لپاره یو ادرس ولري.

تر اوسه د حکمتیار حزب په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د یادونې ده، چې تر دې پخوا د ارغندیوال په مشرۍ یو شمېر کسان له حکمتیار څخه بیل شوي وو او د حزب اسلامي په نوم یې خپل ګوند
نوموړي له آزادۍ رادیو سره خبرو کې تایید کړې او ویلي یې دي«د پنځوسو په حدودو کې افغانستان شموله کسان دي چې حزبي سوابق لري، په جهاد کې پاته شوي، سولې ته یې کار کړی، په خپلو سیمو کې مطرح او د خلکو ملاتړ لري، دوی له ډیر انتظار وروسته چې بې برخلیک پاته شوي و او د حکمتیار سره یې اړیکې نه وې، دروازې ورباندي بندې وې، بلاخره مو پریکړه وکړه چې د فعلا لپاره د اتحاد شوراهای حزب اسلامي ترنامه لاندې یو مؤقت جریان پیل کړو.»
په عدلیه وزارت کې رسماً ثبت کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي