۰
حکمتیار طالبانو ته!

اميرالمومنين دې په جومات کې وټاکل شي او د سرپرست حکومت موده دې معلومه شي

چهارشنبه ۱ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۲
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له طالبانو غوښتي، چې امیر المومنین دې په جومات کې وټاکل شي او د سرپرست حکومت موده دې هم معلومه کړي.
اميرالمومنين دې په جومات کې وټاکل شي او د سرپرست حکومت موده دې معلومه شي
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له طالبانو غوښتي، چې امیر المومنین دې په جومات کې وټاکل شي او د سرپرست حکومت موده دې هم معلومه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبرله مخې حکمتیار په تازه څرګندونو کې ویلي، طالبان دې ملت ته د خپل سرپرست حکومت د کار د مودې په اړه وضاحت او د راتلونکي حکومت د جوړښت او جزيياتو په اړه معلومات ورکړي.

دی وايي، د افغانستان دوست او دښمن ټولو سره دا پوښتنه ده، چې د زور له لارې پر افغانستان د طالبانو رامنځته شوی حکومت به تر کله وي او بيا به څه کيږي؟

نوموړي  د حکومت د ملي مشروعيت رامنځته کول د نړیوال مشروعيت اساس ګڼلی او په رامنځته کيدو یې ټینګار کړی، خو د ملي مشروعيت د تامين بڼه یې له خپل نظره نه ده روښانه کړې.

حکمتيار په ورته وخت کې د دغه مشروعيت د تامینولو په اړه د لویې جرګې د بللو په تړاو د پخواني ولسمشر حامد کرزي غوښتنه رد کړې او ويلي، چې انتصابي او نمايشي جرګې نور ضرور او ګټور نه دي.

حکمتيار د طالبانو د اميرالمومنين په اړه له مستقيمې تبصرې پرته ویلي، د اميرالمومنين د کار موده او مسووليتونه بايد خلک معلوم او فيصله کړي.

دی زیاتوي، د اميرالمومنين ټاکل د پردې تر شا او د يوه ډله نخبه ګانو کار نه، بلکې د ملت صلاحيت دی، چې په جومات کې به په مخامخ ډول خپل امير ټاکي او دوی ته به ځواب ويونکی وي.

هغه وايي، امارت ميراثي نه وي او د اميرانو د ټاکلو په اړه بايد د خلفای راشدینو د ټاکل کېدو تګلاره مخته يوړل شي.

طالبانو د حکمتيار غوښتنو او پوښتنو ته غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي