۰
سرچینې:

ګلبدین حکمتیار په قطر کې د طالب مشرانو سره لیدلي دي

سی شنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۷
په دوحه کې د طالبانو دفتر ته یوې نېږدې سرچینې ویلي، د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر او غړو سره لیدلي دي.
ګلبدین حکمتیار په قطر کې د طالب مشرانو سره لیدلي دي
په دوحه کې د طالبانو دفتر ته یوې نېږدې سرچینې ویلي، د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر او غړو سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سرچینې زیاته کړې، چې حکمتیار تېره اوونۍ په دوه ورځني نا اعلان شوي سفر قطر ته تللی وو.

په دوحه کې د طالبانو دفتر ته یوې نېږدې سرچینې ویلي، حکمتیار د دې سفر په ترڅ کې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د سیاسي دفتر له غړو لیدلي.

سرچینه کاږي، چې حکمتیار د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د سیاسي دفتر د مشرتابه غړو سره په څو مهمو ناستو کې ګډون‌‌‌‌ کړی دی، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

طالبانو او حزب اسلامي په رسمي ډول تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

حکمتیار پر داسې  مهال قطر ته سفر کوي او د طالب مشرانو سره ګوري، چې له تېرې شنبې راهیسې په دوحه کې د طالبانو او امریکايي لوري تر منځ د سولې په تړاو خبرې اترې روانې دي.

ویل کېږي دواړو لورو په دغه خبرو کې پرمختګ کړی او هوکړې ته نېږدي شوي او اوس یوازې د هوکړې د لاسلیک پر نېټه او ځای خبرې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي