۰

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې څلورمې ورځې ته ننوتې

سی شنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۶
د سولې له خبرو باخبره سرچینې وايي، چې د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د استازو او امریکایي پلاوي تر منځ د سولې خبرې نن سه شنبې د لیندۍ ۱۹ مه هم دوام لري.
د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې څلورمې ورځې ته ننوتې
د سولې له خبرو باخبره سرچینې وايي، چې د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د استازو او امریکایي پلاوي تر منځ د سولې خبرې نن سه شنبې د لیندۍ ۱۹ مه هم دوام لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دواړو لورو تر منځ دغه خبرې د تېرې شنبې په ورځ پیل شوې، چې نن یې څلورمه ورځ ده.

د تېرو دریو ورځو په خبرو کې  دواړو لورو، د تاوتریخوالي پر کمولو، د بین الاافغاني رسمي خبرو پر پیل، د تړون د لاسلیک د نېټې او ځای او دې په اړه چې د تړون د لاسلیک پر مهال به د کومو هېوادونو استازي حضور ولري بحثونه کړي دي.

پخوانی طالب چارواکی مولوي قلم الدین وايي، په تېرو دریو ورځنیوخبرو کې د دواړو لورو خبرې تر ډېره د تاوتریخوالي پر کمولو راڅرخېدې او دا خبرې نن څلورمه ورځ هم جریان لري.

نوموړي جمهور خبري آژانس ته خبرو کې و ویل، چې تر اوسه پورې د دواړو لورو تر منځ خبرو کې کوم جدي اختلاف نه دی رامنځ ته شوی.

خو په وینا یې دا چې د افغانستان مساله ډېرحساسه او نازک پړاو ته داخله شوې، د هېڅ شي وړاند وینه نه شي کېدای، چې خبرې به مثبته پایله ولري او که منفي.

نوموړي و ویل، امریکايي لوری د طالبانو د دغه استدلال په ځواب کې، چې تر څو د امریکا او طالبانو تر منځ تړون نه وي شوی، بین الاافغاني خبرو او اوربند ته چمتو نه دي، منطقي او قانوني ځواب نه لري.

دغه پخوانی طالب چارواکی وايي، له دې سره سره قوي احتمال شته، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه په راتلونکۍ اوونۍ کې لاسلیک شي.

پرون سید اکبر آغا هم جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د دواړو لورو تر منځ جدي اختلاف نشته او دواړو لورو نرمي ښودلې او ښايي ډېر ژر د سولې تړون وکړي.

سیداکبر آغا دا هم ویلي و، چې دا مهال دواړه لوري د سولې تړون د لاسلیک د نېټې او ځای په اړه خبرې روانې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي