د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وايي، د جاپاني الااصله افغان ډاکتر ناکامورا قاتلین به نیسي او سزا به ورکول کېږي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب دغه ژمنه کابل کې د جاپان سفیر میټسوجي سوزوکا سره لیدنه کې هغه ته ورکړې ده.
نوموړي د ډاکتر ناکامورا د خدمتونو وستایل او د هغه وژل کېدل یې د افغانانو لپاره یوه ستره ضایعه وبلله.
ښاغلي محب زیاته کړې، چې افغان ځواکونه به ډېر ژر د ډاکترناکامورا قاتلین تر پېژندلو وروسته ونیسي او عدلي او قضايي ارګانونو ته به یې معرفي کړي.
ده و ویل، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ټولو بهرنیو وګړیو او ډیپلوماټانو د امنیت تامین مسوولیت لري او هغوی به هڅه وکړي چې دې چارې ته خپله پاملرنه لا زیاته کړي.
په ورته وخت کې د جاپان سفیر میټسوجسي د افغانستان د خلکو او حکومت د خواخوږۍ قدر داني کړې او ټینګار یې کړی، چې هېواد به یې هڅه وکړي تر څو د ډاکټر ناکامورا نیمګړې پروژې بشپړې کړي.
د جاپان د سولې او روغتیایي خدمتونو موسسې مشر ډاکتر ناکامورا تېره چهار شنبه په جلال اباد کې د ناڅرګندو وسلوالو په برید کې له خپلو ۵ افغان همکارانو سره ووژل شو چې دې پیښې پراخ غبرګونونه راپورته کړل.
جمهورخبري آژانس:کابل