۰

محب: افغان حکومت د بېجنګ ناسته کې د ګډون لپاره تیار دی

سی شنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۴
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وايي، افغان حکومت د چین پلازمېنه بېجنګ کې په جوړېدونکې بین الاافغاني ناسته کې د ګډون لپاره چمتو دی.
محب: افغان حکومت د بېجنګ ناسته کې د ګډون لپاره تیار دی
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وايي، افغان حکومت د چین پلازمېنه بېجنګ کې په جوړېدونکې بین الاافغاني ناسته کې د ګډون لپاره چمتو دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب په همدې تړاو نن سه شنبې د لړم ۲۱ مه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي تادامیچي یاماماتو سره لیدلي.

د ملي امنیت شورا پر فسبوک پاڼه خپاره شوي معلومات وايي، ښاغلي محب او ښاغلي یاماماتو په دې کتنه کې د چین ناستې ته پر چمتووالي سربېره، ځینو نورو موضوعاتو باندې هم خبرې وکړې.

سرچینه کاږي، ښاغلي محب په خپلو خبرو کې و ویل، چې افغان حکومت تل د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسې غوښتنه کړې او د همدې اصل پر اساس د بیجنګ ناسته کې د ګډون لپاره تیار دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي