۰
خلیلزاد:

پاکستان په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو او اوربند کې د همکارۍ ژمنه وکړه

شنبی ۲۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۱
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي د پاکستان لوړ پوړو پوځي او ملکي چارواکو په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو او اوربند کې د همکارۍ ژمنه ورکړې ده.
پاکستان په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو او اوربند کې د همکارۍ ژمنه وکړه
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي د پاکستان لوړ پوړو پوځي او ملکي چارواکو په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو او اوربند کې د همکارۍ ژمنه ورکړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد چې پرون جمعه اسلام آباد ته تللی، د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه او بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره یې لیدلي دي.

خلیلزاد په یوه تازه ټوېټ کې ویلي، چې له جنرال باجوه قریشي او نورو پاکستاني چارواکو سره یې د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړې او د دغه  پروسې  په اړه یې معلومات ورکړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې پاکستاني چارواکو د سولې د خبرو هرکلی وکړ، او په افغانستان کې یې د تاوتریخوالي کمولو او اوربند برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

په ورته وخت په اسلام آباد کې د امریکا سفارت هم په یوه خبرپاڼه کې له جنرال باجوه، قریشي او نورو پاکستاني چارواکو سره د لیدنې او پر افغان سوله د خبرو پخلی کړی وايي، خلیلزاد له دغه چارواکو د امریکا – طالبانو تر منځ پر روانو خبرو هم بحث کړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، خلیلزاد په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدو، اوربند او د افغانانو د خپلمنځي خبرو په تړاو د پاکستان د ملاتړ هرکلی وکړ.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي له پاکستاني چارواکو سره خبرو کې ټینګار کړی، چې سوله به سیمې ته اقتصادي او امنیتي ګټې راوړي.

خلیلزاد پر داسې مهال اسلام آباد ته سفر او پر افغان سوله د پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي، چې په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ خبرې یو ځل بیا درېدلې دي.

د امریکا او طالبانو تر منځ قطر کې د سولې خبرې د تېرې اوونۍ له شنبې تر پنشنبې روانې وې، خو کله چې طالبانو بګرام هوايي اډه موټر بم او  ډلیز وسله وال برید وکړ، دغه خبرې یو ځل بیا ودرېدې.

دغه برید ته په غبرګون کې خلیلزاد په خپل ټوېټر لیکلي وو« نن مې له طالبانو سره د ملاقات په ترڅ کې پر بګرام د پروني برید په اړه، چې په بې پروا ډول یې دوه کسه ووژل او لسګونه ملکيان یې ټپیان کړل، سخته غوسه څرګنده کړه.‌ طالبان باید وښيي چې دوی غواړي او کولای شي چې د سولې لپاره د افغانانو هیلو ته ځواب ورکړي.»

نوموړي دا هم ویلي وو چې «موږ لنډه وقفه اخلو تر څو دوی له خپل مشرتابه سره د دې مهمې موضوع په اړه سلا مشوره وکړي»

په ورته وخت په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم ویلي دي، چې د سولې خبرې له خپلو مشرتابه سره د سلا مشورو په موخه د لنډې مودې لپاره درول شوې  دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي