۰

قیصاري په تېښته بریالی شوی، ۱۰ ساتونکي یې وژل شوي ۳۰ نور نیول شوي دي

دوشنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۲
راپورونه وايي، د سیمه ییزه پاڅونوالو قوماندان او په ګڼو جرمونو تورن نظام الدین قیصاري د افغان ځواکونو له کلابندۍ په تېښته بریالی شوی دی.
قیصاري په تېښته بریالی شوی، ۱۰ ساتونکي یې وژل شوي ۳۰ نور نیول شوي دي
راپورونه وايي، د سیمه ییزه پاڅونوالو قوماندان او په ګڼو جرمونو تورن نظام الدین قیصاري د افغان ځواکونو له کلابندۍ په تېښته بریالی شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په ورته وخت کې ویل کېږي، نظام الدین قیصاري د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د ځواکونو پر مټ له مزارشریف ښار څخه د جوزجان مرکز شبرغان ښار ته رسېدلی دی.

که څه هم د بلخ امنیتي چارواکي وايي، نشي تاییدولی، چې قیصاري تښتېدلی خو خپله قیصاري له رسنیو سره په تلېفوني اړیکه کې ویلي، چې ژوندی دی او په یوه بل ځای کې خوندي اوسېږي.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل جمهورخبري آژانس ته و ویل، چې د قیصاري پر ضد عملیات پای ته رسېدلي، خو دا نه شي تاییدولی، چې هغه په تېښته بریالی شوی که نه.

نوموړي زیاته کړه، چې قیصاري پر ضد عملیاتو کې د هغه ۲۰ ساتونکو ته مرګ ژوبله اوښتې خو امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتي.

خو ځینې سرچینې وايي، په دغه عملیاتو کې درې امنیتي سرتېري او دوه ولسي وګړي هم ټپیان شوي او دغه راز ځینې کورونو ته مالي زیان هم اوښتی دی.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، که څه هم د قیصاري ضد عملیات په سیمه کې پای ته رسېدلي خو امنیتي ځواکونه به نن هم هغه سیمه له سره تلاشي کړي، چې  قیصاري په کې اوسېده.

د بلخ امنیتي چارواکي دا هم وايي، چې د قیصاري ۳۰ ساتونکي یې نیولي، خو ویل کېږي له قیصاري سره تر ۲۰۰ پورې وسله والو و، چې د نورو په اړه یې تر اوسه معلومات نشته.

خو خپله قیصاري له رسنیو سره په تلېفوني خبرو کې ویلي، چې د خپلې کورنۍ له غړو او وسله والو سره یو ځای په یوه بل کور کې خوندي اوسېږي.

نظام الدین قیصاري ویلي، له حکومت سره خبرو ته چمتو دی خو که چېرته امنیتي ځواکونه جګړې ته دوام ورکړي، نو تر مرګه به یې پر وړاندې وجنګېږي.

د قیصاري نیونې ته غبرګونونه:

جنرال دوستم ته نېږدې کس او د ثبات او همپالنې ټیم لومړي مرستیال بابر فرهمند په خپله فسبوک پاڼه د حکومت دغه اقدام قومي ضد بللی وايي، قیصاري ته یې دوکه ورکړې او اوس غواړي ویې وژني.

د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند بیا ویلي، چمتو دی، چې د رامنځ ته شوې پېښې په اړه د حکومت او قیصاري ترمنځ منځګړیتوب وکړي.

د ملي امنیت پخواني مشر او د ولسشمرۍ ټاکنو نوماند رحمت الله نبیل د قیصاري نیونه تر سوال لاندې نیولې وایي، د هغه د جرم لپاره هېڅ ډول ثبوت وجود نه لري او که چېرې وای قیصاري خپل قضايي بنسټونو ته حاضرېده.

د یادونې ده، چې د سیمه ییزه پاڅونوالو قوماندان نظام الدین قیصاري په وژنو، غلا، چورچپاول، غصب او زورواکۍ تورن دی، چې له همدې له امله تېر کال د افغان ځواکونو له خوا ونیول شو او شپږ میاشتې د ملي امنیت زندان کې پروت و.

خو د ټاکنو په رانېږدې کېدو سره نوموړی له زندان څخه خوشی او بېرته خپلې سیمې ته ولاړ او هلته یې اعلان وکړ، چې د جنبش ګوند مشر دی دی او د جنرال عبدالرشید دوستم پر ضد یې فعالیت پیل کړ.

د قیصاري د بېرته خوشي کېدو لامل تر اوسه نه دی معلوم خو وړمه شپه افغان ځواکونو د محکمې د حکم پر اساس یو ځل بیا په مزار شریف ښار کې د هغه  د نیولو عملیات پیل کړل، خو تر اوسه یې په نیول کېدو نه دی بریالي شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي