د افغانستان یو پخوانی سیمه ییز قوماندان نظام الدین قیصاري په ایران کې د ایراني پولیسو له خوا د جعلي اسنادو په تور نیول شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ایراني چارواکو ویلي، قیصاري د ایران پلازمېنه تهران کې د پولیسو له لوري نیول شوی دی.
سرچینې زیاته کړې، چې قیصاري د اسنادو پر جعلکارۍ او د افغان کډوالو په تېر ایستلو تورن دی.
د ایران بهرنیو چارو وزارت کې د کډوالو چارو یو چارواکي مهدي محمودي هم ویلي چې قیصاري خپله هم په غیر قانوني توګه ایران ته داخل شوی او په دغه هېواد کې یې په غیر قانوني کړنو لاس پورې کړی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې قیصاري اوس د ایراني پولیسو په توقیف کې دی.
نظام الدین قیصاري د مزارشریف تر سقوط وروسته د طالبانو له لوري ونیول شو، خو تر خوشې کېدو وروسته یې پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي وو چې دی په ایران کې د افغان کډوالو د استازي په توګه ټاکل شوی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل