۰
شاهین:

داسې حکومت جوړولو ته تیارو یو، چې د غني متحدین هم په کې وي

شنبی ۳۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۲
د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، طالبان د یوه داسې حکومت جوړولو ته چمتو دي، چې د ولسمشر غني پلویان او متحدین هم په کې شامل وي.
داسې حکومت جوړولو ته تیارو یو، چې د غني متحدین هم په کې وي
د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، طالبان د یوه داسې  حکومت جوړولو ته چمتو دي، چې د ولسمشر غني پلویان او متحدین هم په کې شامل وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شاهین دغه څرګندونې له اېن بي سي نیوز سره په تازه مرکه کې کړې او ټینګار یې کړی، چې طالبان ټول شموله حکومت غواړي.

هغه په دې مرکه کې ویلي«طالبان داسې حکومت غواړي چې جامع او ټولو ته د منلو وړ وي او د هېواد استحکام ورسره تضمین شي، ګني جګړه نه شي ختمېدای.»

نوموړي دا هم ویلي، چې له امریکا سره تر هوکړې وروسته به سمدستي بین الافغاني مذاکرات پیلېږي.

د هغه په وینا په دې مذاکراتو کې به ټول افغانان شامل وي او افغان حکومت به یې هم یو لوری وي، خو د طالبانو لخوا به مشروعیت نه ورکول کېږي.
شاهین چې طالبان د اسلام په چوکاټ کې د ښځو د کار او زده کړو د حق په اړه ضمانت ورکولو ته تیار دي.

بل خوا شاهین په یوه ټوېټ کې د طالبانو پر پخواني دریځ یو بل بیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، تر چې له امریکا سره د ټولو ځواکونو د وتلو تړون نه وي لاسلیک شوی، بین الاافغاني خبرې به ونه کړي.

دی وايي، بین الافغاني مذاکرات به هغه وخت پیل شي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په هوکړه لاسلیکونه وشي.

شاهین دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې  له طالبانو او اسلام آباد ته تر سفر وروسته کابل ته راغی او د افغان حکومت له چارواکو سره یې د سولې په اړه خبرې وکړې.

هغه په یوه ټوېټ کې  وویل، چې د افغانستان د سولې خبرې مهم پړاو ته رسېدلې او له افغان چارواکو سره یې سلامشورې ګټورې وې.

خلیلزاد په دې اړه نور جزیات نه و ورکړي، خو ارګ ویلي و، ولسمشر غني له خلیلزاد سره په اوربند، بین الاافغاني خبرو او  به بهر کې د طالبانو د پټنځایونو په اړه خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي