۰

د طالبانو د سیاسي دفتر غړو له کرزي او عبدالله سره لیدلي

یکشنبه ۳۱ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۱
د طالبانو د قطر سیاسي دفتر غړو کابل کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، ډاکتر عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو سیاسي مشرانو سره لیدلي دي.
د طالبانو د سیاسي دفتر غړو له کرزي او عبدالله سره لیدلي
د طالبانو د قطر سیاسي دفتر غړو کابل کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، ډاکتر عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو سیاسي مشرانو سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالب مشرانو او سیاسیونو لیدنه پرون شنبې د زمري ۳۰ مه د ښاغلي کرزي په کور کې شوې ده.

دا لیدنه وروسته له هغې وشوه، چې د طالبانو مرستیال او د قطر د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برارد له کابل څخه کندهار ته راغی.

ځینې سرچینې تاییدوي، چې د ښاغلي برارد سره د طالبانو مرستیال او د طالبانو د اسلامي تحریک د بنسټ ګر ملا محمد عمر اخند زوی ملا یعقوب اخندزاده هم کابل ته راغلی دی.

د ملي پخلاینې عالي شورا غړي عزیزاالله فضلي له طلوع نیزو سره په یوه ګردي میز کې تایید کړه، چې ملا یعقوب هم کابل ته راغلی دی.

له طالب مشرانو سره د سیاسیونو تر لیدنې وروسته عبدالله عبدالله پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې له ښاغلي کرزي سره یو ځای یې د طالبانو د اسلامي تحریک د سیاسي دفتر له غړو شهاب الدین دلاور، مولوي عبدالسلام حنفي، ملا خیرالله خیرخوا او عبدالرحمن فدا سره کتلي دي.

ښاغلي عبدالله وایي، په دې کتنه کې فضل الهادي مسلم یار او د هېواد یو شمېر نورو سیاسي او قومي مشرانو هم حضور درلود.

دی وایي، په دې لیدنه کې د هېواد په روان وضعیت، د خلکو د امنیت په تامین، د همه شموله سیاسي پروسې، د بیرغ په شمول د ملي ارزښتونو‌ په درناوي گټورې خبرې وشوې.

دا لیدنه په داسې حال کې کیږي چې د طالبانو ګڼ مشران کابل ته ورټول شوي او دغلته یې هم خپلو کې او هم د نورو سیاسي ډلو او شخصیتونو سره د راتلونکې حکومت په اړه چې طالبان وايي  ټولشموله  به وي بحثونه چټک کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي