ولسي جرګې د ملي تداراکاتو کمېټې مشر د ځینو پوښتو لپاره ورغوښتی و خو د هغه نه حاضرېدو د وکیلانو غسه راپاروله او د یادې کمېټې د لغوه کېدو غوښتنه یې وکړه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جرګې د ملي تداراتو کمېته کې په ځانګړي ډول د دفاع وزارت په قراردادونو او د قرارداونو په ورکړه کې د پراخ فساد له امله د یادې ادارې مشر جرګې ته د ځواب ویلو لپاره ورغوښتی و.
د جرګې رییس میررحمان رحماني و ویل، چې دوی د ملي تداراکاتو ادارې عمومي رییس الهام هوتکي د همدې له امله ځواب ویلو ته راغوښتی و، خو هغه حاضر نه شو.
د هغه په وینا د ملي تداراتو ادارې رییس په دې برخه کې قناعت ورکونکي ځوابونه نه لري نو ځکه جرګې ته نه دی حاضر شوی او استازي به یې په اړه تصمیم ونیسي.
د جرګې بل غړي غلام فاروق مجروح هم و ویل، چې د ملي تداراکاتو اداره کې په تړونو کې زیات فساد دی او باید هوتکي عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.
د جرګې بلې غړې ناهید فرید بیا ویل ولسي جرګه باید د نظارت د صلاحیت په لرلو سره د تدارکاتو ملي داره فسخه او رییس یې لوی څارنوالۍ ته معرفي کړی.
د ولسي جرګې د دفاعي کمېتې مشر میر حیدر افضلي و ویل، چې ملي تدارکاتو کمېټې له یو نیم کال راهیسې د څلور سوه بستریز روغتون لپاره د درمل پېرلو قرارداد نه دی تایید کړی او دغه راز د دفاع وزارت د تېلو او وریجو په قراردادونو کې یې هم پراخ فساد دی.
د هغه په وینا د ولسي جرګې غړي باید جدي تصمیم ونیسي او هغه څوک چې غواړي د بیت المال په پیسو ځان چاغ کړي څارنوالۍ ته معرفي کړي.
خو د جرګې بل غړي کمال ناصر اصولي دی نه وايي، چې په دغه اداره کې به فساد نه وي، خو په وینا یې دغه ادارې د قراردادونو د څار په برخه کې تر سره کړي او موږ نباید شفافیت د خپلو شخصي کټو په خاطر پلمې ورته ولټو.
په پای کې د جرګې رییس د ۱۳۹۹ کال په بودجه کې ملي تدارکاتو ادارې د لغوه یا تعلیق لپاره رای اچونه وکړه، چې اکثریت استازو مثبته رایه ورکړه خو د جرګې منشي و ویل، چې نصاب پوره نه دی.
له دې وروسته ځینې استازو ویل، چې د تداراکاتو کمېتې ته باید یو بل چانس هم ورکړل شي، چې جرګې ته راشي او ځوابونه و وايي او وروسته له هغې چې هر څه پرېکړه کوله ویې د کړي.
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني