۰

امریکا، اېم ټي اېن مخابراتي شرکت له ترهګرو په مالي ملاتړ تورن کړ

پنجشنبه ۱۲ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۵
د امریکا فدرالي محکمې د اېم ټي اېن مخابراتي شرکت په افغانستان کې له طالبانو او القاعده ډلو په مالي ملاتړ تورن کړی دی.
امریکا، اېم ټي اېن مخابراتي شرکت له ترهګرو په مالي ملاتړ تورن کړ
د امریکا فدرالي محکمې د اېم ټي اېن مخابراتي شرکت په افغانستان کې له طالبانو او القاعده ډلو په مالي ملاتړ تورن کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه محکمې ویلي، په دې تړاو د امریکايي ځواکونو ۱۵۰ کورنیو ورته شکایتونه کړي، چې د کورنۍ غړي یې په منخني ختیځ کې په جګړو کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

محکمه وایي، یوازې افریقايي شرکت اېم ټي اېن نه بلکې له شپږو نورو مخابراتي شبکو هم ورته شکایتونه شوي دي.

خو په وینا یې  خو ایم ټي این بیا تر ټول زیات رشوت او مالي مرسته طالبانو او القاعدې شبکې ته ورکړې ده چې دوی به یې په اړه پلټنې وکړي.

سرچینه زیاتوي، د اېم ټي اېن له خوا طالبانو ته رشوت په دې خاطر ورکړل شوی دی چې د دوی مخابراتي پایو ته زیان ونه رسېږي، خو په دې کار یې له ۲۰۰۹ نه تر ۲۰۱۷ کال پورې ګڼ امریکايي سرتېري مړه اوټپیان شوي دي.

خو د افریقا ایم ټي این شبکې په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې تړاو مستقیم ځواب په اوس وخت کې نه شي ویلی، بلکې پخپله د جزیاتو د څېړلو په هڅه کې دي.

د یادونې ایم ټي این شبکه په افریقا کې فعاله ده چې د نړۍ په کچه اتمه درجه لري او ۲۴۳ میلیونه کاروونکي لري چې له کلونو راهیسې په افغانستان کې هم فعاله شبکه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې سي اېن اېن تلوېزیون هم د ځینو هغو امریکايي پوځیانو چې په افغان جګړه کې وژل شوي یا ټپي شوي د کورنیو له قوله راپور ورکړي، چې امریکايي امنیتي شرکتونو طالبانو ته پیسې ورکولې.

دغه رسنۍ ویلي، د قرباني شویو پوځیانو کورنیو پر یو شمېر لویو امریکايي قراردادري شرکتونو له همدې امله عریضه کړې، چې د ځان ساتنې په موخه یې طالبانو ته په میلیونونه ډالر بډې ورکړې دي.

سي اېن اېن وايي، دغه کورنیو دا عریضه په واشنګټن ډي سي کې په یوه فدراله محکمه کې ثبت کړې او ادعا یې کړې، چې طالبانو ته د دې پیسو ورکړه، د پراختیایي او امنیتي خصوصي شرکتونو د فاسدو قراردادیانو یو عام شوی دود و.

راپور کې ویل شوي، دغو کې یو شمېر تورن شرکتونه د امریکا نړیوالې پرمختیايي ادارې یو اېس اې آی ډي پېژندل شوي قراردادیان ول چې په لسو کلونو کې يې تر یو میلیارد ډالرو له دغې ادارې ترلاسه کړي.

دغه کورنۍ ادعا کړې، چې قراردادي شرکتونو کلونه کلونه میلیونونه ډالر طالبانو ته ورکول چې پر دوی برید ونه کړي او امنیتي لګښت یې کم شي.

په دغه راپور کې ویل شوي، تورنو شرکتونو د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ د دوهم لاس قراردادیانو یوې شبکې او خصوصي امنیتي ډلو په مرسته نقدې پیسې د طالبانو استازو ته ورکولې او په ځینو مواردو کې، د ادعا له مخې د طالبانو "ګاردانو" په نامه ځینو کسانو ته منظمه تنخواه ورکوله.

راپور د ادعا پر بنسټ وايي، شرکتونو پرېکړه کړې وه چې د خپلو پروګرامونو پرمخ بیولو له پاره د امنیتي خطر ارزولو ترڅنګ د ترهګرو پېرل تر ټولو اغېزمنه لار ده.

خو په ادعا کې ویل شوي، چې دې ډول تګلارې د نورو امریکایانو ژوند ته ګواښ پېښ کړی و او هم یې له ترهګرۍ سره مرسته کړې ده.

په ورته وخت کې امریکايۍ اېن پي ار رسنۍ راپور ورکړی و، چې د افغانستان جګړې تر سلو ډېرو قرباني کورنیو د دغو عمدتاً پوځي قراردادي شرکتونو پر ضد دعوا کړې ده.

دغه رسنۍ زیاته کړې، چې دې ته په کتو د امریکا د قانون له مخې طالبانو سره مادي مرسته د قانون خلاف ده.

یادې شبکې ویلي، که څه هم د امریکا حکومت طالبانو ته د پېسو پر غیرقانوني ورکړې دغو کمپنیو ته خبرداری ورکړی و خو قراردادي شرکتونو فکر کاوه چې د خپلو کارونو پرمخ وړلو کې دا ورته ګټور دی.

سي اېن اېن او اېن پي آر خبري آژانسونه وايي په دې دوسیه کې ډېریو تورنو شویو شرکتونو په دې هکله له غږېدو ډډه کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي