۰

کابل کې د یوې امنیتي حوزې له د ننه موټرسایکلونه غلو وړي دي

دوشنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۷
د ولسي جرګې غړو پلازمېنه کابل کې د وژنو او جنايي جرمونو له زیاتوالي اندېښنه وښوده وایي، جنايي جرمونه دومره زیات شوي، چې ان د یوې امنیتي حوزې له د ننه موټر سایکلونه غلو وړي دي.
کابل کې د یوې امنیتي حوزې له د ننه موټرسایکلونه غلو وړي دي
د ولسي جرګې غړو پلازمېنه کابل کې د وژنو او جنايي جرمونو له زیاتوالي اندېښنه وښوده وایي، جنايي جرمونه دومره زیات شوي، چې ان د یوې امنیتي حوزې له د ننه موټر سایکلونه غلو وړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې د نن دوشنبې مرغومي ۱۶ مه غونډه کې د وژنو او جنايي جرمونو پر زیاتوالي توندې نیوکې وکړې او په دې برخه کې یې امنیتي مسوولین په بې کیفایتۍ تورن کړل.

دی ویل، چې د کال په نږدې ټولو حوزو کې قتلونه او جرایم تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي او دغه څه کابل ښاریان سخته اندېښمن کړي.

د وکیلانو په وینا ان د غلو له لاسه خلک په رڼا ورځ په لارو او کوڅو کې له وېرې نشي ګرځېدای.

ولسي جرګه کې د کابل استازي غلام حسین ناصري په دې اړه و ویل کابل کې د جرم او جنایت لمن تر حد زیاته پراخه شوې، غوښتنه مو دا ده، چې د جرګې د داخلي امنیت کمېسیون د پولیسو قوماندان، له ټولو امنیتي امریینو او د حوزو له امرانو سره یو ځای
هغه زیاته کړه«مستند به یې درته ثابته کړم، چې په ځینو امنیتي حوزو کې ان د حوزې له د ننه څخه د خلکو موټر سایکلونه غلا شوي، نو کله چې د حوزې له داخل څخه غلا کېږي، نو خلک به چا ته تمه وکړي.»
استجواب کړي او په ګډه دغه ستونزې ته یوه حل لار پيدا کړي.

هغه زیاته کړه«مستند به یې درته ثابته کړم، چې په ځینو امنیتي حوزو کې ان د حوزې له د ننه څخه د خلکو موټر سایکلونه غلا شوي، نو کله چې د حوزې له داخل څخه غلا کېږي، نو خلک به چا ته تمه وکړي.»

نوموړي و ویل، چې له غلاو، قتلونو، جنایتونو او جنايي جرمونو د علماو شورا او د کابل ښار د متخلفو ناحیو وګړي تر پورې پورې راغلې دي.

د جرګې بلکې غړې فاطمې کوهستاني هم و ویل، چې کابل کې ډېرې جنايي پېښې نه رسنیزې کېږي، که نه په وینا یې یوازې په ۱۳ مه امنیتي حوزې اړوند سمو کې هره شپه له پنځه تر لس پورې جنايي پېښې رامنځ ته کېږي.

د هغې په خبره جنايي پېښې دومره زیاتې شوې، چې ان ځینې کسان په لس افغانۍ او یا هم یوه تلېفون وژل شوي او ټپیان شوي دي.

نوموړې هم ټینګار درلود، چې په دې تړاو باید د کورنیو چارو وزارت چارواکي لازم اقدامات تر سره کړي تر څو د دغه ډول پېښو مخنیوی وشي.

په ولسي جرګه کې د بامیانو استازي فکوري بهشتي و ویل، چې تر ټولو زیاتې جنایي پېښې د کابل ښار، ۶، ۱۳ او ۱۸ مو حوزو کې رامنځ ته کېږي او خلک یې تنګ کړي دي.


په پای کې د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني د جرګې د داخلي امنیت کمېسیون ته دنده وسپارله، چې تر څو اړوند مسوولین استجواب کړي او دغه ستونزې ته رسېدنه وکړي.
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي