د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، دوی د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون وروسته د بین الاافغاني خبرو لپاره یوه ستراتېري جوړه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت اداري معین غلام یحیا عباسي نن چهارشنبې د مرغومي ۱۸ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د دغه ستراتېري د پلي کولو لپاره چمتو دی.
دی وایي، په دغه سراتېژۍ کې د مذاکراتو مدیریت، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د احتمالي توافق د پلي کېدو پړاونه، د زندانیانو د تبادلې او ورکو کسانو د بحث مدیریت او دا چې که د سولې خبرې له بن بست سره مخ شي، بدیل به یې څه وي ځایول شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، دا چې ولسي جرګې د سولې په چارو کې د دولت وزارت تشکیل تصویب کړ، ورسره سم دغه وزارت د سولې لپاره د مدني ټولنو د برنامو د انسجام او خلکو د غوښتونو د یووالي لپاره لاس په کار شوی دی.
د یادونې ده، چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت څه باندې یوه میاشت وړاندې د ولسمشر د یوه فرمان له مخې جوړ او تېره اوونۍ یې تشکیل د ولسي جرګې له خوا تصویب او د مشرانو جرګې له خوا تایید شو.
جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش