۰

د افغانستان په فضا د الوتکو پروازونه ۲۵ سلنه زیات شوي دي

شنبی ۲۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۸
په ایران کې د الوتکې تر سقوط وروسته، د افغانستان پر فضا د الوتکو پروازونه زیات شوي، او دا کار ښايي افغانستان ته میلیونه افغانۍ ګټه واړوي.
د افغانستان په فضا د الوتکو پروازونه ۲۵ سلنه زیات شوي دي
په ایران کې د الوتکې تر سقوط وروسته، د افغانستان پر فضا د الوتکو پروازونه زیات شوي، او دا کار ښايي افغانستان ته میلیونه افغانۍ ګټه واړوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د هوایي چلند ادارې هم ویلي، په منځني ختیځ کې د کړکېچ په زیاتوالي د افغانستان له فضاه په تېرېدونکو پروازونو کې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

دغه ادارې شنبې د مرغومي ۲۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې زیاته کړې، په منځني ختیځ کې د کړکېچ په زیاتېدو سره نړیوال ملکي چلند سازمان ایکاو او د هوایي چلند نړیوال انجمن ایاتا له افغانستان او د سیمې له نورو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان له فضا د تېرېدو په برخه کې همکاري وکړي.

د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې اعلان کړی چې د دې هیواد فضا د نړۍ د هوایي شرکتونو د پروازونو لپاره تیاره ده.

د افغانستان پر فضا د الوتکو پروازه له هغې وروسته زیاتېږي، چې په ایران کې د تېرې پنشنبې په ورځ یوه اوکرایني مسافر وړونکي الوتکه ولوېده.

په دغه الوتکه کې ۱۷۶ تنه سپاره و، چې افغانان هم په کې و او ټول و وژل شول.

په لومړي سر کې داسې راپورونه و، چې ګڼې الوتکه د تخینکي ستونزو له امله غورځېدلې، خو وروسته ځینو رسنیو راپور ورکړ، چې دغه الوتکه د ایراني ځواکونو له خوا تر ویشتلو وروسته غورځېدلې ده.

ایران هم نن په رسمي توګه ومنله، چې دغه الوتکه دوی ویشتې خو وايي، الوتکه یې په انساني تېروتنې سره ویشتلې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي