۰

پاکستان کې د یخنۍ له امله ۴۶ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی

سی شنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۲
پاکستانۍ رسنۍ په دغه هېواد کې د سختې یخنۍ له امله تر اوسه پورې د ۴۶ تنو د وژل کېدو راپور ورکړی دی.
پاکستان کې د یخنۍ له امله ۴۶ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی
پاکستانۍ رسنۍ په دغه هېواد کې د سختې یخنۍ له امله تر اوسه پورې د ۴۶ تنو د وژل کېدو راپور ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه رسنۍ وايي، په پاکستان کې په تېرو ۵۰ کلونو کې دومره یخني نه وه، لکه سږ کال چې شوې ده.

راپورونه وايي، یخي تر ډېره پورې په بلوچستان او کشمیر کې ده، چې په ځینو سیمو کې یې سختې واورې او بارانونه ورېدلې دي.

د پاکستان د طبعي پېښو سره د مبارزې مدیریت ویلي، یوازې په بلوچستان کې د سختې یخنۍ له امله ۲۱ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه راز راپورونه زیاتوي، چې په لاهور او آزاد کشمیر کې د واورې ښوېدنې او سختو بارانونو له امله هم ۱۶ تنو ژوند له لاسه ورکړی او تر ۳۰ پورې نور ټپیان شوي دي.

راپورونه وايي، ملیتان، اسلام آباد او ځینې ختیځو او جنوبي سیمو کې یخني پر خلکو بده اغېزه کړې او لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي