پاکستانۍ رسنۍ وايي، افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدو وروسته دغه هېواد ته د پاکستان د صادراتو کچه دوه برابره شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه زیاتوي، چې افغانستان کې اوس د پاکستان د سوداګریزو توکیو بازار خورا ګرم شوی دی.
د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې لیکلي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته په تېرو دوه اونیو کې د خیبر پر درې جلال اباد ته د دوی د سوداګریزو صادراتو کچه ان له دوه چنده کیدو هم لا زیات شوي.
ورځپاڼې زیاته کړې، مخکې په دومره وخت کې، افغانستان ته د پاکستاني صادراتو کچه ۴۷۵ لاریو ته رسیده، خواوس دا کچه څه باندې ۱۱ سوو لاریو ته رسیدلې ده.
ویل شوي، چې په دغو لاریو کې تر ډېره خوراکي او نور لومړني توکي شامل دي.
جمهورخبري آژانس:کابل