۰

کابل کې د بېلا بېلو جرمونو په تړاو شپږ تنه نیول شوي دي

سی شنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۶
کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو کابل کې شبږ تنه د بېلا بېلو جرمونو په ځانګړي ډول د چپاولګرۍ، د مرګ د ګواښ او نشه يي توکو د پلو په تړاو نیولي دی.
کابل کې د بېلا بېلو جرمونو په تړاو شپږ تنه نیول شوي دي
کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو کابل کې شبږ تنه د بېلا بېلو جرمونو په ځانګړي ډول د چپاولګرۍ، د مرګ د ګواښ او نشه يي توکو د پلو په تړاو نیولي دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن سه شنبې د مرغومي ۲۴ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه مجرمین د کابل ښار د ۱۳،۱۵ او ۱۷ مې امنیتي حوزو اړوند سیمو کې د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په ۱۷ امنیتي حوزه کې یو کس د چپاولګرۍ په تړاو له یو شمېر قیمتي مالونو او غلا شویو پیسو سره یو ځای نیول شوی دی.

دغه راز د  ۱۳ مې امنیتي حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې درې تنه د مرګ د ګواښ او وهلو ډبلو په تړاو نیول شوي دي.

همدارنګه د ۱۵ مې امنیتي حوزې اړوند سیمو کې دوه تنه د نشه يي توکو د پلو په تور نیول شوي دي.

د یادونې ده، چې د کورنیو چارو له تېرو څو ورځو راهیسې پلازمېنه کابل کې د جنايي مجرمینو پر ضد سخته مبارزه پیل کړې، چې د خلکو له هرکلي سره مخ شوې ده.

وزارت د دغه مبارزې لپاره د امنیتي حوزو د منسوبینو تر څنګ د وزارت تر ۱۰۰۰ تنه پورې پرسونل هم له درې سوه رنجرو سره موظف کړي، چې کابل ښار کې غله، قاتلین، لنډغر او نور مجرمین ونیسي.

د دغه مبارزې له پیل راهیسې په تېرو څلور پنځو ورځو کې تر ۵۰ پورې جنایي مجرمین نیولي، چې یو شمېر یې خطرناک هم دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، د مجرمینو پر وړاندې به د دوی مبارزه تر هغې پورې دوام وکړي، تر چې کابل ښار ترې پاک او امنیت تامین شوی نه وي.

جمهورخبري آژآنس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي