۰
اوچا:

کابو ۱۴ میلیونه افغانان د خوړ له شدید کمښت سره مخ کېدونکی دي

سی شنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۷
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، د ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې به کابو ۱۴ میلیونه افغانان د خوړو له شدید کمښت سره مخ شي.
کابو ۱۴ میلیونه افغانان د خوړ له شدید کمښت سره مخ کېدونکی دي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، د ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې به کابو ۱۴ میلیونه افغانان د خوړو له شدید کمښت سره مخ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې نن سه شنبې د مرغومي ۲۴ مه په یوه تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په روان کال کې د ناامنیو او تاوتریخوالي له کبله ۴ میلیونه او ۹۰۰ زره افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره زیاتوي، چې له بې ځایه شویو کورنیو سره اړتیا ده چې ۳۳ میلیونه ډالر مرستې دغو خلکو ته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان پر بیارغونه د امریکا د څار ادارې یا سیګار هم په تازه څرګندونو کې ویلي افغانستان لا هم د نړۍ تر ټولو بېوزله هېواد دی.
 
سیګار پر خپله ټوېټر پاڼه په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي چې په افغانستان کې د بېوزلۍ او فقر تر ټولو ستر لامل روانې جګړې او نا امنۍ دي.

سرچینه وایي، اوس د افغانستان ۵۰ سلنه وګړي د ورځې یوازې په یوه ډالر ژوند تېروي او په اوسط ډول هر افغان د خپل کلني عاید اته سلنه برخه په درملنه لګوي.

سیګار زیاته کړې افغانستان د نړیوالو له مرستو سره سره بیا هم د نړۍ تر ټولو بېوزله هېواد دی او د دې اړتیا ده چې له دغه وضعیت و ژغورل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي