۰
سرچینې:

د طالبانو رهبرۍ شورا ملا هبت الله د ۷ ورځني اوربند مشوره ورکړې ده

پنجشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۱۶
پاکستاني رسنیو ته طالب سرچینو ویلي، چې د طالبانو د رهبرۍ شورا مشر ملا هبت الله مشوره ورکړې، چې له اووه ورځني اوربند سره توافق وکړي.
د طالبانو رهبرۍ شورا ملا هبت الله د ۷ ورځني اوربند مشوره ورکړې ده
پاکستاني رسنیو ته طالب سرچینو ویلي، چې د طالبانو د رهبرۍ شورا مشر ملا هبت الله مشوره ورکړې، چې له اووه ورځني اوربند سره توافق وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې په دغه موده کې به امریکایي لوری له دوی سره هوکړه لاسلیکوي.

دغه راز سرچینه وايي، له دې سره جوخت به امریکایي ځواکونه له افغانستان وتل پیلوي او د سولې نور پړاوونه به مخ ته ځي.

طالب سرچینې زیاته کړه، چې ملا هبت الله به د اوربند هوکړه لاسلیک کړي او تر هغه وروسته به یې په قطر کې خپلو سیاسي استازو ته وسپاري.

خو ځینو طالب سرچینو بیا ویلي، چې د طالبانو مشرتابه د اوو ورځو په مخه په لویو ښارونو کې د تاوتریخوالي پر کمېدو سلا شوي نه پر اوربند.

خو دغه دواړو سرچینو دا نه دي ویلي، چې دغه اووه ورځې د تاوتریخوالي کمېدل به له کله په پام کې نیول کېږي.

که څه هم تر اوسه کره نه ده، چې د طالبانو مشرتابه په اوربند موافقه کړې که د تاوتریخوالي پر کموال خو افغان حکومت په وار وار ټینګار کړی، چې د سولې خبرو لپاره اوربند اړین دی او د تاوتریخوالي کمول عملي جنبه نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي