د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پاکستاني رسنیو هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګڼې اسلامي امارت پر پاکستان وسلې او تجهیزات پلوري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې څو ورځې وړاندې د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړ، چې پاکستان د دې په خاطر چې طالبان پیسې نه لري، وسلې ترې اخلي.
خو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي د پاکستاني رسنیو دغه راپورونه په کلکه رد او هغه یې یو بې ځایه پروپاګنډ وباله.
خوستی وايي، د ډاڼ ورځپاڼې دا راپور چې ګواکي پاکستان له افغانستان څخه وسلې اخلي بې اساسه او پروپاګنډ دی.
نوموړي ویلي، کورنیو چارو وزارت چې د هېواد د پولو د خونديتوب مسئوليت په اړه لري د وسلو د قاچاق په وړاندې خورا جدي دی، هيچاته به اجازه ورنکړي چې يو ميل وسله هم چيرې قاچاق کړي او يا يې په چا وپلوري.
د کورنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړي، چې موږ پخپله د نوی اردو دجوړيدو په حال کې يو او لا نورو وسلو ته اړتيا لرو.
جمهورخبري آژانس:کابل