۰

کابل کې د یوې کورنۍ څلور تنه غړي وژل شوي دي

دوشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۵۶
کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د یوې کورنۍ څلور تنه غړي، د ناپېژانده وسله والو کسانو له خوا په ډزو وژل شوي دي.
کابل کې د یوې کورنۍ څلور تنه غړي وژل شوي دي
کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د یوې کورنۍ څلور تنه غړي، د ناپېژانده وسله والو کسانو له خوا په ډزو وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه (د مرغومي ۲۹ مه) د کابل ښار د اومې ناحیې اړوند جنګلک سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت وايي، ناپېزانده وسله وال کسان په یاده سیمه کې د ترانسپورټ وزارت د یوه کارکوونکي عبدالستار کور ته ننوتي او د هغه د کور یو ماشوم او درې ښځې یې وژلې دي.

پولیس زیاتوي، چې وسله وال له سیمې په تېښته بریالي شوي خو په اړه یې پلټنې او څېړنې روانې دي.

تر اوسه د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل هم نه دی معلوم.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه شپه د فاریاب اندخوی ولسوالۍ د خانقا په سیمه کې هم ناپېژانده وسله والو کسانو د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي و، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي