۰

پر ډېورنډ فرضي کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو نښته شوې

سی شنبه ۱ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۵
د افغانستان ختیځ ولایت کونړ کې د ډېورنډ پر فرضي کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته شوې، چې ویل کېږي مرګ ژوبله هم لري.
پر ډېورنډ فرضي کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو نښته شوې
د افغانستان ختیځ ولایت کونړ کې د ډېورنډ پر فرضي کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته شوې، چې ویل کېږي مرګ ژوبله هم لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نښته پرون دوشنبې د مرغومي ۳۰ مه وروسته له هغې پیل شوې، چې پاکستاني ځواکونو د کونړ ولایت نوپاس سیمه کې د افغان سرحدي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي.

امنیتي سرچینې وايي، د پاکستان ځواکونو په دغه برید کې درې افغان سرحدي سرتېري سربېرن ټپیان شوي او افغان ځواکونو هم په ځوابیه برید لاس پورې کړی او پاکستاني لوري ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

دغه سرچینه وايي، پاکستاني ځواکونو پرون دوه بجې بریدونه پیل کړل، چې ورسره افغان ځواکونه تر ماښام پورې وجنګېدل او تر هغې وروسته جګړه ودرېده.

د کونړ ولایت د ولایتي شورا غړی جمال الدین سیار هم د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ د څلور ساعته جګړې پخلی کوی وایي، په دغه نښته کې دوه افغان سرتېري ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د پاکستاني ځواکونو د درنو وسلو مرمۍ د نوپاس په سیمه کې د ولسي وګړو کورونو ته نېږدې لګېدلې خو مرګ ژوبله نه لري.

جمهورخبري آژانس:کونړ
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي