۰

شپېته سلنه په نشه روږدي کسان له درمنې وروسته بېرته روږدي کېږي

سی شنبه ۱ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۴
د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروزالدین فیروز په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې د حکومت کړنلاره ناکامه وبلله وايي، ۶۰ سلنه په نشو روږدي کسان له درملنې وروسته بېرته نشو ته مخه کوي.
شپېته سلنه په نشه روږدي کسان له درمنې وروسته بېرته روږدي کېږي
د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروزالدین فیروز په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې د حکومت کړنلاره ناکامه وبلله وايي، ۶۰ سلنه په نشو روږدي کسان له درملنې وروسته بېرته نشو ته مخه کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزیر چې نن سه شنبې د سلواغې اوله کابل کې یوې خبري ناستې ته وینا کوله و ویل، چې حکومت د معتادینو د درملنې په برخه کې پاتې راغلی دی.

نوموړي د دغه ناکامۍ تر ټولو ستر لامل دا وباله، چې په نشه يي توکو روږدي کسان په ډېره اسانۍ سره نشه يي توکو ته لاس رسی پیدا کوي، او همدا لامل دی، چې د معتادینو د درملنې کړنلاره ګټوره نه ده پرېوتې.

د هغه په وینا ۶۰ سلنه هغه په نشه روږدي کسان چې په روغتیايي مرکزونو کې یې درملنه کېږي، تر درملنې وروسته بېرته نشو ته مخه کوي.

دی وایي، نشه يي توکو ته د اسانه لاس رسي تر څنګ، بې کاري او په ټولنه کې له معتادینو سره ناسم چلند او هغوی ته په بده سترګه کتل نور هغه عوامل دي، چې له درمنلې وروسته روږدي کسان بیا نشو ته مخه کوي.

د عامې روغتیا وزیر په هېواد کې په نشه د روږدو کسانو شمېر مخ په ډېرېدو وښود ویې ویل، چې دا مهال څه کم درې میلیونه کسان په بېلا بېلو نشو روږدي دي، چې یو نیم میلیون یې هره ورځ نشه يي توکي کاروي.

ښاغلي فیروز ټینګار وکړ، تر چې نشه يي توکو ته لاس رسی اسانه وي، د معتادینو د درملنې کړنلاره به مثبته پایله ونه لري، بلکې په نشه د روږدو کسانو شمېر به ورځ تر بلې ډېر شي.

دی وايي، که څه هم د عامې روغتیا وزارت د نشه يي توکو د درملنې مرکزونو شمېر له ۲۱ څخه ۱۱۰ ته لوړ کړی دی، خو بیا هم د نشیانو شمېر ته په کتو بسنه نه کوي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي