۰

د ۱۹ کلونو کرکټ لوبډلې په نړیوال جام کې دوهمه لوبه هم وګټله

پنجشنبه ۳ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۵۱
د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلونو لوبډلې د ۱۹ کلونو نړیوال جام سیالیو په لړ کې خپله دوهمه لوبه هم وګټله او په خپل ګروپ کې د جدول سر ته پورته شوه.
د ۱۹ کلونو کرکټ لوبډلې په نړیوال جام کې دوهمه لوبه هم وګټله
د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلونو لوبډلې د ۱۹ کلونو نړیوال جام سیالیو په لړ کې خپله دوهمه لوبه هم وګټله او په خپل ګروپ کې د جدول سر ته پورته شوه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان دوهمه لوبه د متحده عربي اماراتو ۱۹ کلونو لوبډلې سره وه، چې پرون چهارشنبې د سلواغې ۲ مه تر سره شوه.

د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله، لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه او په ټاکلو پنځوس اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته ۲۶۵ هدف وټاکه.

په توپ وهنه کې ابراهیم ځدراڼ او رحمان الله تر ټولو ښه لوبه وکړه، ابراهیم ۸۷ او رحمان الله۸۱ منډې، محمد اسحاق ۳۵، عمران ۲۱، او عبدالرحمان ۱۵ منډې وکړې.

خو د متحده عربي اماراتو لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه شوای کړی او ټوله لوبډله یې د ۱۰ پنځو منډو په تر سره کولو وسوځېده.

افغان لوبډلې دغه لوبه له اماراتو په ستر توپیر ۱۶۰ منډو وګټله.

د دغه لوبې په توپ اچونه کې بیا هم شفیق الله غفاري بیا هم وځلېده او د سیالې لوبډلې پنځه لوبغاړي یې وسوځول.

شفیق الله عفاري تر دې وړاندې له سویلي افریقا سره لوبه کې هم توپ اچونه کړې وه او شپږ لوبغاړي یې سوځولي وو.

په نړیوال جام کې ټولټال ۱۶ لوبډلې دي چې د افغانستان په ګروپ کې جنوبي افریقا، کاناډا او متحده عرب امارات شامل دي.

د افغانستان درېیمه لوبه د جمعې په ورځ له کاناډا سره ده. د هر ګروپ د سر دوې لوبډلې منځلوبو (کوارټرفاینل) ته وځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي