۰

کابل کې څنګه بډایو شو دوکه ورکوونکو یوه ۱۴ کسیزه ډله نیول شوې ده

پنجشنبه ۳ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۱
کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د دوکه ورکوونکو او فرېب کارانو یوه ۱۴ کسیزه ډله نیول شوې ده.
کابل کې څنګه  بډایو شو دوکه ورکوونکو یوه ۱۴ کسیزه ډله نیول شوې ده
کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د دوکه ورکوونکو او فرېب کارانو یوه ۱۴ کسیزه ډله نیول شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ډلې پر ځان څرنګه بډایو شو نوم اېښی و او د کیونېټ شرکت له لارې یې خلکو ته دوکه ورکوونکي فعالیتونه تر سره کول.

د کورنیو چارو وزارت له خوا نن پنشنبې د سلواغې ۳ مه خبره شوې خبرپاڼه وایي، پولیسو څارنوالۍ په امر د دغه فرېب ورکوونکې ډلې پر ضد د کابل ښار د ۱۱ مې حوزې اړونده سیمه کې عملیات وکړل، چې په ترڅ کې یې د یادې شبکې ۱۴ تنه غړي ونیول شول.

خبرپانه زیاتوي، چې دغه شبکې خلکو ته په کاذب او تخیلي دوکې ورکولو سره د پیسو تر لاسه کولو لپاره بېلا بېلې کړنلارې، لکه د افکارو د بدلون لپاره لنډ مهالي سمینارونه، د بډایه خلکو تصویرونه ښودل، او ان تقدیر پاڼو په ورکولو سره له خلکو په ځانګړي ډول له ځوانانو پیسې تر لاسه کولې.

 کورنیو چارو وزارت وايي، نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او پولیسو له کیونیت شرکت څخه ۹ پایې کمپیوټر او ځینې اسناد هم تر لاسه کړي دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي