۰

د ۱۹ کلونو کرکټ لوبډله د پاکستان سره لوبې ته چمتوالی نیسي

شنبی ۵ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۰
د افغانستان د ۱۹ کلونو کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام په ترڅ کې راتلونکې لوبه د پاکستان ۱۹ کلونو لوبډلې سره لري، چې اوس مهال ورته په چمتوالي بوخت دي.
د ۱۹ کلونو کرکټ لوبډله د پاکستان سره لوبې ته چمتوالی نیسي
د افغانستان د ۱۹ کلونو کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام په ترڅ کې راتلونکې لوبه د پاکستان ۱۹ کلونو لوبډلې سره لري، چې اوس مهال ورته په چمتوالي بوخت دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغانستان پرون جمعه د مرغومي ۴ مه له کاناډه سره لوبه درلوده، چې د باران له امله لغوه شوه.

د لوبې په لغوه کېدو سره د کرکټ د نړیوال شورا له پرېکړې سره سم دواړو لورو ته یوه یوه نومره ورکړل شوه، چې په دې سره افغانستان د خپل ډي ګروپ په سر کې ځای لري.

افغانستان تر دې وړاندې له کوربه سویلي افریقا او متحده عربي اماراتو څخه لوبې ګټلې او څلور نومرې یې خپلې کړې وې.

د افغانستان د ۱۹ کلونو لوبډله د پنځو نومرو په اخیستو سره اوس د پاکستان د ۱۹ کلونو لوبډلې سره مخ ده، چې لوبه به یې د راتلونکې جمعې په ورځ وشي.

د یادونې ده، چې د ۱۹ کلونو کرکټ نړیوال جام کې ټولټال ۱۶ لوبډلې برخه لري، چې ۸ هغه یې ترې وتلې او ۸ نورې لوبډلې به سره لوبېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي