۰

د پنچشېر امنیه قوماندان د حسیب قوای مرکز نه نیولو له امله له دندې لرې کړای شو

دوشنبه ۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۲
کورنیو چارو وزارت د پنجشېر ولایت امنیه قوماندان له دې امله د دندې څخه لرې کړي، چې د حسیب قوای مرکز په نیولو کې یې ناغېړي کړې ده.
د پنچشېر امنیه قوماندان د حسیب قوای مرکز نه نیولو له امله له دندې لرې کړای شو
کورنیو چارو وزارت د پنجشېر ولایت امنیه قوماندان له دې امله د دندې څخه لرې کړي، چې د حسیب قوای مرکز په نیولو کې یې ناغېړي کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې حسیب قوای مرکز له خکو په اخاذی، د غیر مسوولو وسله والو په لرلو او شکو تورن دی د کورنیو چارو وزارت له خوا تر تعقیب لاندې دی.

د کورنیو چارو وزارت وایي، له همدې امله د پنچشېر امنیه قوماندان ته دنده سپارل شوې وه، تر څو حسیب قوای مرکز ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

خو په وینا یې امنیه قوماندان په دغه کار کې ناغېړي کړې یاده موضوع یې جدې نه ده نیولې نو ځکه له دندې لرې کړی شوی دی.

کورنیو چارو وزارت د مخکني امنیه قوماندان پر ځای د دغه ولایت د امنیت امر عبدالواسع فراجي د سرپرست امنیه قوماندان په توګه ټاکلی دی.

وزارت وایي، دا چې حسیب قوای مرکز په پنجشېر کې دی نوی امنیه قوماندان ته دنده سپارل شوې، چې ویې نیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي