هندي رسنۍ وايي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر له لوړ پوړو امریکايي چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه رسنیو ویلي، جي شنکر دا مهال په امریکا کې دی او هلته یې د دې هېواد له بېلا بېلو لوړ پوړو چارواکو سره لیدلي.
سرچینې وايي، جي شنکر د نورو موضوعاتو تر څنګ تر ډېره پر افغان سوله له امریکايي چارواکو سره خبرې کړې دي.
له امریکا يي چارواکو سره د شنکر د لیدونو څخه یوه هم له دفاع وزیر لویډ آشټن سره د هغه لیدنه ده.
نوموړي په دغه کتنه کې د امریکا دفاع وزیر ته ویلي، هند په افغانستان کې اړیکې او ګټې لري او د دغه ګټو د ساتنې غوښتنه کوي.
جي شنکرډاډ ورکړی چې له افغان سولې سره همکار دي او د هغو خبرو ملاتړ کوي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره کېږي.
په ورته وخت امریکایي لوري هم د سولې په پروسه کې د سیمې د هېوادونو همکاري اړینه بللې ویلي یې دي، څومره چې سیمه ییزه اجماع په دې تړاو پیاوړې کېږي دومره جګړې او تاوتریخوالی کمېدلی شي.
جمهورخبري آژانس:کابل