۰

پکتیکا کې د سړک د غاړې ماینونو یوه زېرمه کشف شوې

پنجشنبه ۱۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۸
کورنیو چارو وزارت وایي، ځانګړو ملي پولیسو پکتیکا ولایت کې د وسله والو مخالفینو د سړک د غاړې ماینونو یو پټڼځای کشف او له منځه وړی دی.
پکتیکا کې د سړک د غاړې ماینونو یوه زېرمه کشف شوې
کورنیو چارو وزارت وایي، ځانګړو ملي پولیسو پکتیکا ولایت کې د وسله والو مخالفینو د سړک د غاړې ماینونو یو پټڼځای کشف او له منځه وړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن پنشنبې د سلواغې ۱۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ځانګړو پولیسو پرون د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ په نخېل کلي کې عملیات تر سره کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې د وسله والو طالبانو د سړک د غاړې ماینونو یو پټنځای کشف او له منځه وړل شوی دی.

کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه پټنځای کې طالبانو ۳۰ کړۍ ډول ډول ماینونه ساتلي و، او دغه راز د مزائیل یوه دستګاه، ۱۸ ډزه د مزائل مرمۍ او د مخابرې درې دستګاه وې هم ملي پولیسو تر لاسه کړې دي.

دغه وزارت وايي، وسله والو طالبانو غوښتل له یادو ماینونو د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د ترورېستي فعالیتونو لپاره ګټه واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي