۰

کابل کې د سازمان شویو جرمي شبکې یو مشر ونیول شو

یکشنبه ۲۰ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۲
کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال د سازمان شویو جرمي شبکې یو مشر نیولی دی.
کابل کې د سازمان شویو جرمي شبکې یو مشر ونیول شو
کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال د سازمان شویو جرمي شبکې یو مشر نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن یکشنبې د سلواغې ۲۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي نیول شوی کس سرحد نومېږي، چې په سرحد هودخېل مشهور وو.

خبرپاڼه وایي، سرحد هودخېل د سازمان شویو جرمي شبکې یو مشر دی، چې له دوه همکارانو امان الله او مقیم سره یو ځای  کابل د نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمو کې د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې یادو کسانو کابل ښار کې په بېلابېلو جرمونو په ځانګړې توګه انسان تښتونو، وژنو، وسله والو غلاوو او شکونو کې لاس درلود.

دغه وزارت وايي، دا جرمي شبکه له جنايي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د کورنیو چارو وزارت له ۱۳ ټاکل شویو څار موخو څخه وه، چې له بېلابېلو تکتیکونو په استفاده یې کابل ښار کې جنایتونه ترسره کول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي