۰

ولسمشرغني د اذربایجان له ولسمشر سره کتلي

شنبی ۲۶ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۰
ارګ وایي، ولسمشر محمد اشرف غني د مونیخ کنفرانس په څنډه کې د اذربایجان ولسمشر الهام علي اوف سره لیدلي دي.
ولسمشرغني د اذربایجان له ولسمشر سره کتلي
ارګ وایي، ولسمشر محمد اشرف غني د مونیخ کنفرانس په څنډه کې د اذربایجان ولسمشر الهام علي اوف سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ ویاند صدیق صدیقي په خپله ټوېټر پاڼه لیکي، چې په دغه کتنه کې دواړو لورو د سوداګرۍ، ترانزیت، دوه اړخیزو همکاریو او د نفتو د پېرېدنې لپاره د دولت په دولت تړون په  اړه بحث او خبرې وکړې.

نوموړی وايي، د اذربایجان ولسمشر الهام علي اوف د اذربایجان او افغانستان ترمنځ د اړیکو لا ښه کېدو ته په اشارې وویل، هیواد یې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره مرستو ته ژمن دی.

ارګ په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د یادونې ده، چې ولسمشر غني د اذربایجان د ولسمشر سربېره د مونیخ کنفرانس په څنډو کې د یو شمېر نورو هېوادونو له لوړ پوړو چارواکو سره هم لیدلي او پر مهمو موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې.

هغه پرون ماښام د امریکا له بهرنیو او دفاع وزیرانو او دغه راز د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او سکاټ مېلر سره هم لیدلي او د سولې په وروستیو پرمختګونو یې ورسره خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي