۰

مومند: حکومت د کانونو د غیرقانوني کیندنو او قاچاق مخنیوی کوي

پنجشنبه ۱ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۷
د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت وايي، د کانونو د ساتنې کمېټې په ۱۶ ولایتونو کې د غیرقانوني کان کیندنو سروې بشپړه کړې ده.
مومند: حکومت د کانونو د غیرقانوني کیندنو او قاچاق مخنیوی کوي
د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت وايي، د کانونو د ساتنې کمېټې په ۱۶ ولایتونو کې د غیرقانوني کان کیندنو سروې بشپړه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست عنایت‌الله مومند زیاتوي، دغه کمېټه د غیر قانوني کان کېندنې او د کانونو د قاچاق د مخنیوي لپاره، د ولسمشر محمداشرف غني د حکم په اساس جوړه شوې ده.

ښاغلي مومند نن پنشنبې ملت ته د دولت د حساب ورکولو په پروګرام کې وویل، چې دغې کمېټې له امنیتي بنسټونو سره په ګډه د کانونو د خوندیتوب کړنلاره جوړه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه په هغو سیمو کې چې په غیر قانوني توګه د کانونو د استخراج په اړه سروې شوې ده، ژر به په کې قانوني تړونونه لاسلیک شي.

د هغه په وینا په هرات، بامیان، دایکندي، ننګرهار او تخار کې د هغه ساحو رسمي کېدو آزمایشي پروسه پیل شوې چې څلورو ولایتونو کې به ژر قانوني جوازونه ورکړل شي.

دغه راز نوموړي زیاته کړهو چې د چاپېریال ساتنې له ملي ادارې سره په همغږۍ، د شګو او جغل ۱۹ او د ګچ د تولید ۳۳ کارخانې، چې په غیرقانوني توګه یې فعالیت کاوه تړلې دي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي