۰
امریکایي استازی:

که طالبان سولې ته رښتیني وي، باید د افغانستان اساسي قانون ومني

پنجشنبه ۸ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۱۸
د امریکا د کانګرس یوه غړي ویلي که طالبان په افغانستان کې سولې ته رښتیني وي، نو باید د دغه هېواد اساسي قانون ته غاړه کېږدي.
که طالبان سولې ته رښتیني وي، باید د افغانستان اساسي قانون ومني
د امریکا د کانګرس یوه غړي ویلي که طالبان په افغانستان کې سولې ته رښتیني وي، نو باید د دغه هېواد اساسي قانون ته غاړه کېږدي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مایکل والتز ټینګار کړی، که طالبان په افغانستان کې سولې ته جدي نه وي، نو ښه به وي، چې ټرمپ ورسره له معاملې کولو تېر شي.

نوموړي له امریکا غږ سره مرکه کې ویلي، که طالبان سولې ته رښتیني وي، باید په عملي توګه له القاعده، داعش او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي، افغان حکومت او اساسي قانون په رسمیت وپېژني.

هغه دا هم زیاته کړې، چې له طالبانو سره د امریکا د هوکړې د تړون سره سره په افغانستان کې د امریکایي او نړیوالو ځواکونو شتون اړین دی، تر چې افغان ځواکونو ته روزنه ورکړي.

مایلک والتز د بین الاافغاني خبرو له پیل وړاندې د امنیتي او سیاسي ثبات په رامنځ ته کېدو هم ټینګار کړی ویلي یې دي د ټاکنو کمېسیون ولسمشر غني ګټونکی اعلان کړی دی.

دی وايي، که چېرې همداسې وي، نو اړینه ده، چې د بین الاافغاني خبرو له پیل وړاندې رامنځ ته شوی سیاسي کړکېچ حل ومومي او وروسته له هغې خبرې پیل شي.

دغه امریکايي استازي یادې څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې له یوې خوا ټاکل شوې د راتلونکې شنبې په ورځ د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون لاسلیک شي او له بلې خوا د ټاکنو د پایلو پر سر د ټاکنیزو ټکټونو تر منځ ناندرۍ اوج ته رسېدلې.

کمېسیون ولسمشر غني بریالی اعلان کړی او د لوړې د مراسمو لپاره یې چمتوالی روان دي، چې د کب پر ۱۹ مه تر سره شي، خو د ثبات او همپالنې ټیم عبدالله عبدالله او یو شمېر نوماندان دغه پایلې نه مني.

که څه هم پرون د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد و ویل، چې د ټاکنو پروسه پای ته رسېدلې، غني ګټلې او راتلونکی حکومت به ټول شموله وي.

خو ښکاري، چې مقابل لوری لا هم نارضه دی، نو ځکه یې پرون د عبدالله عبدالله او پخوانی ولسمشر کزي په ګډون د صلاح الدین رباني په کور کې غونډه کړې ده.

د دغه غونډې بشپړ جزیات نه دي په ډاګه شوي، خو عبدالله پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې په دې ناسته کې یې د سولې، ټاکنو او بحران څخه د وتلو پر لارو چارو خبرې کړې دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي